سپورټ نړیوال کرکټ

د انګلستان ليګ تر شپږ ورځني ځنډ وروسته د مجیب الرحمن دې په لوبه پېلېږي

ليکنه: سميع الله درانی

د انګلستان بلاسټ سیالۍ چې د جولای په ۱۸ مه نېټه د ۱۸ لوبډلو په ګډون پیل شوي، د اګسټ په ۱۶ مه نېټه یې اته لوبې د شدید باران له امله د انګلستان په مختلفو ښارونوکې لغوه شوې.

د اګسټ په ۲۲ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ له شپږ ورځني ځنډ وروسته بیا پېلېږي، په دې سیالیو کې په جنوبي ګروپ کې د نومرو په جدول کې د راشدخان دې لوبډله سسېکس لومړي مقام کې ده، د محمدنبي دې لوبډله کېنټ په دوهم مقام کې ده او د مجیب الرحمن دې لوبډله مېډل سېکس په دریم ځای کې موقیعت لري.

د پنجشنبې په ورځ د اګسټ په ۲۲ مه نېټه یعنې سبا د پنجشنبې په ورځ د مجیب دې لوبډله مېډل سېکس له همپشایر لوبډلې سره مخ ده، دا لوبه په لندن ښار کې د کرکټ په کور لارډز لوبغالي کې ده.

مجیب الرحمن تر دې دمه په روانو بلاسټ سیالیو کې ۵ وېکټې اخېستي دي.

راشدخان اته وېکټې او محمدنبي بیا ۷ وېکټې اخېستي دي.

دوهمه لوبه سبا د راشدخان دې لوبډلې سسېکس او اِیسېکس ترمنځ ترسره کېږي، دا لوبه کاونټي لوبغالي کې ترسره کېږي.

دا دواړه لوبې د افغانستان پر وخت د شپې په لس نیمو بجو پېلېږي.

راشدخان دې په لس لوبو کې ۶ ګټلي، یوه یې بایللې، یوه یې مساوي شوې او دوه یې بې پایلې شوي دي.

د راشد دې لوبډله ۱۵ نومرې لري او نېټ رن رېټ یې مثبت صفر اعشاریه ۸۶۱ دی.

د محمدنبي دې لوبډلې په ۱۱ لوبو کې ۶ ګټلي، درې یې بایللي او دوه یې د اورښت له امله بې پایلې شوي دي.

د دې سیالیو اتلولي تېر کال وارسېسټرشایرلوبډلې ګټلې وه او سږ کال به له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.

د تېر کال اتله لوبډله سږ کال د شمالي ګروپ د نومرو په جدول کې اووم مقام کې ده او ۹ نومرې لري.

بلاسټ سیالۍ د سپټمبر په ۲۱ مه نېټه پای ته رسېږي.

بل پلو د افغانستان شپږیزه کرکټ لیګ د بلاسټ سیالیو له پای پنځه ورځې وروسته د سپټمبر په ۲۶ مه نېټه پېلېږي.

خو د سپټمبر په پنځمه نېټه یعنې ۱۴ ورځې وروسته افغان کرکټ لوبډله بنګله دېش ته د یوې ټېسټ او درې اړخیز شل اوریز سیریز لپاره ځي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی