د انګلستان ستوری توپ اچوونکی د نیوزیلېنډي له خوا ښکنځل شوی.

رنګین تجريدي ډیزاین

ليکنه: سمیع الله درانی
د انګلستان چټک توپ اچوونکی جوفرا ارچر، چې نن سبا یې توپ اچونه کې یادونه کېږي، په نیوزیلېنډ کې د لومړۍ لوبې پرمهال په ۴۲ اورونوکې ۱۵ اورونه مېډن کړل، ۱۰۷ منډې یې ورکړې او یوه وېکټ یې واخېسته.
هغه چې یارکر او بانسر توپونو کې ډېرمهارت لري، ښې توپ اچونې یې نیوزیلېنډي توپ وهونکي څه ناڅه له ستونزو سره مخ کړي وو.
جوفرا ارچر اصل د انګلستان د هېواد دی؛ خو په ویسټ انډیزکې زېږېدلی او راستر شوی دی؛ نو نژاد یا رنګ یې هم تور دی.
انګلستان او نیوزیلېنډ د نومبر په ۲۰ مه نېټه په نیوزیلېنډ کې لومړۍ ټېسټ لوبه پیل کړه.
دې لوبه کې انګلستان لومړۍ توپ وهنه وکړه او ۳۵۳ منډې یې وکړې.
نیوزیلېنډ په یوه پاڼۍ کې ۶۱۵ منډې وکړې او انګلستان بیا ورپسې پاڼې کې ونه توانېده، چې منډې ورپوره کړي.
نیوزیلېنډ دا ټېسټ لوبه په یوه پاڼۍ او ۶۵ منډو وګټله.
د لوبې پرمهال ځېنې نیوزیلېنډي مینوالو او د لوبې ننداره کوونکو انګلستاني بالر جوفرا ارچر ته د رنګ او نژاد پربنسټ ښکنځلې کړي دي، هغه یې تور پوستی او غلام بللی دی.
د دوشنبې په ورځ د نومبر په ۲۵ مه نېټه جوفرا ارچر وویل « زه د نیوزیلېنډي ننداره کوونکو له خوا سخت وښکنځل شوم، زه دې چارې ډېر وزرولم».
له دې وروسته د نیوزیلېنډ لوبډلمشر کین ویلیمسن له ارچر بخښنه غوښتې، ویلیمسن ویلي، چې مونږ د مېلمنو احترام کوو او له ټولو نیوزیلېنډیانو غواړو، چې مېلمنو ته پوره درناوی ولري، هغه زیاته کړې چې بیا به داسې عمل نه تکرارېږي.
د نیوزیلېنډ د کرکټ بورډ مشر هم ویلي چې د راتلونکې ټېسټ لوبې پرمهال به امنیتي تدابیر سخت کړي او اضافي ساتونکي به وګوماري.
هغه نیوزیلېنډي مینوال چې ارچر ته یې کنځلې کړي دي، لا هم نامعلومه دی؛ خو د نوي زیلانډ لوبډلې سوپر فېن یا سرسخت مینوال په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، زه باوري نه یم چې داسې یو عمل دی شوی وي؛ خو په هرحال مونږ له مېلمه ارچر بخښنه غواړو.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.