اپریل 14, 2021

د انوشکا شرما او ویرات کوهلي لور وزیږیده

Advertisements

د باليووډ فلمونو مشهورې اداکارې انوشکا شرما نړۍ ته لور راوړه.
نن غرمه مهال د انوشکا شرما لومړنى ماشوم زیږیدلی دى، چې نجلۍ ده.
انوشکا شرما چې د هندوستان د مشهور کرکټ لوبغاړي او کپتان ويراټ کوهلي سره يې واده کړى دى، څو مياشتې وړاندې يې اعلان کړى و، چې د دوى لومړنى ماشوم به د ٢٠٢١ کال په جنورۍ مياشت کې دې دنيا ته راشي.
ويراټ کوهلي نن په ټويټر کې يو پېغام خپور کړى دى او خپلو مينه والو سره يې د خوشحالۍ دا خبر شریک کړى دى.
کوهلي په خپل پېغام کې ليکلي دي، چې نن غرمه مې لور وزېږېدله او انوشکا شرما او ماشومه دواړه ښې دي.
نوموړي د خپلو مينه والو څخه مننه هم کړې ده او دا يې د ژوند نوى پړاو ياد کړى دى.
ويراټ کوهلي چې په ټويټر کې يې دا پېغام خپور کړى دى، په نيم ساعت کې ٩٣ زره کسانو د هغه دا ټويټ خوښ کړى دى او ٢٠ زره کسانو بيا ريټويټ کړى دى.
همدا راز ١١ زره کسانو ورته کمنټونه کړي دي او هغه او نوشکا شرما ته يې د لومړني ماشوم يا لور په زېږېدو مبارکي ورکړې ده.
انوشکا شرما چې د هندوستان په ډېرو فلمونو کې یې کار کړی او یوه له مشهورو اداکارانو څخه ده.
هغې تقریبا” دوه کاله وړاندې د کرکټ ملي لوبډلې له کپتان ویرات کوهلي سره واده وکړو.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




احمدولي هوتک یوځل بیا په کابل کې د بهرني سیال پر وړاندې لوبه کوي

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements د افغانستان د ازادي مبارزې نامتو او تکړه لوبغاړی احمدولي هوتک د روژې تر پای ته رسېدو وروسته یو ځل بیا د بهرني لوبغاړي سره په کابل کې په قفس دننه لوبه ترسره کوي. ... نور ولولئ