د امریکا ۱۵ ایالتونو کې د کرونا اومیکرون بڼه ثبت شوې ده

په امریکا کې د کرونا نوې بڼه د چټکې پراختیا په حال کې ده.

ددغه هېواد روغتیايي چارواکي وایي چې دمګړی په پنځلسو ایالتونو کې د اومیکرون مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

امریکایي چارواکي وايي چې تر دې دمه د کرونا د نوې بڼې له امله د مړینې پېښه نه ده ثبت شوې، ځکه لا هم په دغه هېواد کې تر ټولو خطرناکه دلتا بڼه ده.

امریکايي چارواکي وایي چې په امریکا کې هره ورځ شاوخوا ۹۰ زره کسان په کرونا اخته کېږي، خو تر څنګ یې دوی د کرونا واکسین د بل تقویتي دوز د وېش لړۍ هم پيل کړې ده.

امریکا یو له هغو هېوادونو دی چې د کرونا پېښې پکې ډېرې دي او لا هم د مثبتو پېښو ورځنۍ شمېره تر ۹۰ زرو پکې رسېږي.

About عاقله اسد 1172 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله