اپریل 19, 2021

د امریکا دفاع وزیر: د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه هیڅ د منلو نه ده

امریکا او افغان لوري پر سولې او روان تاوتریخوالي خبرې کړې دي.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني په ارګ کې د امریکا د دفاع له وزیر لویډ جیمز آسټین سره کتلي دي.

د پنټاګون مشر په دې لیدنه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمولو غوښتونکي دي او ددې ملاتړ کوي چې دلته دیپلوماتیکې هڅې ګټورې تمامې شي.

آسټین وایي افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي او امریکا په دې برخه کې پوره همکاري کوي.

دواړو لورو همدا راز د تاوتریخوالي پر اوسنۍ کچه هم اندېښنه ښودلې ده او ټینګار یې کړی چې د جګړې پر ځای باید د سولې خبرې چټکې کړل شي.

ولسمشر غني او آسټین همدا راز ویلي چې یوازې عادلانه سوله افغانستان ته دایمي او تلپاتې ثبات راوستلی شي.

په ورته وخت کې د پي بي اس ټلویزیوني شبکې د راپور له مخې، یو شمېر لوړپوړو امریکایي ډیپلوماټانو له واکه د ولسمشر غني پر لرې کېدو ټینګار کړی دی.

راپور کاږي، متحده ایالات هڅه کوي چې پر ښکېلو لوریو ډيپلوماټیک فشار راوړي څو په خپلو کې یوې هوکړې ته سره ورسېږي او په همدې توګه له دغه هېواد څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته زمینه برابره شي.

راپور کې د یو شمېر ډیپلوماټانو له خولې راغلي چې د امریکا متحده ایالات په دې هڅه کې دي چې پر ښکیلو لوریو فشار راوړي څو یو لوری (طالبان) اوربند او افغان حکومت د واک پریښودو ته اړ کړي.

راپور کې د امریکا له لوري د سولې وړاندې شوې طرحې ته په اشارې راغلي چې په یاده هوکړه کې که څه هم په ښکاره دا نه دي ویل شوي چې ولسمشر غني دې واک پرېږدي خو د بایډن اداره تر ډېره هڅه کوي چې طالبان د انتقالي دولت په رامنځته کولو سره اوربند، د تېرو لاسته راوړنو خوندي کولو او د نورو مهمو غوښتنو منلو ته چمتو کړي.

د ډيپلوماټانو په خبره، د دې لپاره چې افغانستان تلپاتې سولې ته ورسېږي نو ولسمشر غني باید له نویو ټاکنو پرته واک پرېږدي.