د امریکا دفاع وزیر: افغان ځواکونه باید د طالبانو د پرمختګ مخه ونېسي

افغان ځواکونو باید د طالبانو د فعالیتونو د چټکتیا مخنیوی وکړي.

د امریکا ددفاع وزیر لویډ آسټین په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې جګړې شدیدې شوې دي او افغان پوځ یې پر وړاندې مقاومت کوي.

دده په خبره د افغان پوځ تر ټولو مهمه دنده دا ده چې وکړی شي د سیمو د نیولو او فعالیتونو په برخه کې د طالبانو مخنیوی وکړي او ددغه ډلې هڅې او چټکتیا راکمه کړي.

لویډ اسټین یو ځل بیا ټینګار کړی چې افغان پوځ د امریکا ملاتړ له ځان سره لري او دوی باید واک ته د رسېدو لپاره د طالبانو مخنیوی وکړي.

لویډ اسټین داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په هېواد کې جګړې شدیدې شوې دي او طالبان هره ورځ د نوو سیمو د نیولو ادعا کوي.

بلخوا امریکا بیا په وروستیو څرګندونو کې ویلي چې افغان پوځ د امریکا ملاتړ له ځان سره لري او د اړتیا پر وخت به یې مرسته کوي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال د طالبانو پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی دی.

نوموړې ویلي چې د افغانستان حکومت د امریکا ملاتړ له ځان سره لري او طالبانو ته په کار ده چې د جګړو له لارې نه بلکې د سولې او مذاکراتو پر مټ واک ته د رسېدو لارې چارې ولټوي.

د نوموړې په خبره افغانستان ته یوازې او یوازې د مذاکراتو او یوې سیاسي هوکړې ته د رسېدو له لارې دایمي ثبات راتللی شي.

نوموړې ټینګار کړی چې د افغانستان اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ دی او طالبانو ته په کار ده چې جګړې کمې کړي او مذاکرات چټک کړي، ځکه د اوسني وضعیت د پای ته رسولو یوازینۍ لار سوله او خبرې دي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت په افغانستان کې د طالبانو هدفي بریدونه او د تاسیساتو ورانول په کلکه غندلي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي چې طالب مشران باید خپل وسله وال د بشري حقونو له نقضولو راوګرځوي.

د وزارت د ویاند مرستیالې جلینا پورټر زیاته کړې چې که څه هم طالبان وایي چې افغان ژباړونکي او هغه کسان چې له بهرنیانو سره یې کار کړی دی خوندي دي خو په خبره یې، په دې وروستیو کې د افغانانو پر وړاندې د طالب وسله والو تاوتریخوالی او ظلم په ډاګه کوي چې د دغې ډلې سیمه ییز جنګیالي د خلکو ژوند او بشري حقونو ته چندان توجه نه کوي.

یاد وزارت زیاته کړې که رښتیا هم طالبان په افغانستان کې هدفي بریدونه نکوي، تاسیسات نه ورانوي‌ او بشري‌ حقونو ته درناوی لري، نو د دغې ډلې «مشرتابه دې دا ظلمونه او د اساسي‌ حقونو څخه سرغړونې دې» وغندي.

مېرمن پورتر وايي: «موږ بیا د روان تاوتریخوالي، چې اکثریت برخه یې د طالبانو له لوري دي، د سملاسي بندولو غږ کوو.»

هغې وویل چې د طالبانو مشران باید خپل جنګیالي دا ډول ورانکارو فعالیتونو ته پرېنږدي.

نوموړې ویلي دي‌ چې نړۍ به د زور له لارې په افغانستان کې حکومت ونه مني او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې او سیاسي‌ تفاهم د جکړې د حل یوازینۍ لار ده.

وروستي مطالب