د امریکا دفاع وزارت: نور د سرتېرو د ایستلو معلومات نه خپروو

د امریکا د دفاع وزارت وایي د سرتېرو د ایستلو بهیر په سمه توګه مخ ته روان دی، خو تر دې وروسته به یې معلومات له رسنیو سره نه شریکوي.

د پنټاګون ویاند جان کربي په تازه څرګندونو کې ویلي چې شاوخوا پنځه سووه پروازونو کې ګن امریکايي سرتېري او زرګونه قطعې نظامي توکي له افغانستان ایستل شوي او دا بهیر په منظمه توګه مخ ته روان دی.

دده په خبره له دې وروسته د امنیتي او استخباراتي مسایلو له امله د سرتېرو د ایستلو جزیات هم له رسنیو سره نه شريکوي.

هغه ویلي چې د سرتېرو د ایستلو د بهیر امنیت په سمه توګه تامین دی او ټول اړین تدابیر لا هم پر خپل ځای دي.

په ورته وخت کې د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، دوی دې پایلې ته رسېدلي چې افغان هوايي ځواک د امریکا مرستو ته اړتیا لري له همدې امله د مرکزي قومندانۍ لوړپوړي چارواکي پر دې فکر کوي چې څنګه وکړی شي ددغه هوایي ځواک په پیاوړتیا او ساتنه کې خپلې همکارۍ جاري وساتي.

سرچینې زیاته کړې امریکا ژمنه کوي چې د افغان پوځ د تجهیزاتو په ساتنه او ترمیم کې به همکاري کوي او د افغان هوايي ځواک په پیاوړتیا کې به خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.

تر دې وړاندې هم امریکایي چارواکو ویلي وو چې دوی د افغان هوايي ځواک پياوړي کولو او ملاتړ ته ژمن دي.

بل لورته د امریکا کانګریس وایي د امریکایي ځواکونو افغان همکارانو ته دې د وېزې ورکړه چټکه کړل شي.

د امریکا کانګریس ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ته په یوه استماعیه غونډه کې ویلي چې په افغانستان کې د افغان ژباړنو او د امریکايي ځواکونو د افغان همکارانو ژوند له خطر سره مخ دی.

دوی یو ځل بیا له انټوني بلینکن غوښتي چې دغه ډله کسانو ته د وېزې ورکړه چټکه کړي او په دې توګه یې دې ژوند وژغوري.

ځینې استازو همدا راز غوښتي چې د امریکا کانګریس باید اته زره نورې وېزې هم د امریکایي ځواکونو افغان همکارانو ته منظورې کړي.

دا راپورونه داسې مهال دي چې تازه طالبانو پر افغان ژباړنو غږ کړی څو له افغانستان د تېښتې پر ځای دلته خدمت وکړي او د طالبانو له لوري کوم ګواښ نه ورته جوړېږي.




وروستي مطالب