د هندوستان د نامتو فلمې لوبغاړې سریدیوي ناڅاپي په اړه د دوبۍ د عدلي طب نوې خپاره شوې معلومات ښيي چې نوموړې د حمام په ټب کې د ناڅاپي ډوبیدو په نتیجه کې ساه ورکړې.
په دې اړه د ګلف نیوز رسنۍ چې له دوبۍ خپریږي د اماراتو د عدلي طب د راپور په حواله جزییات خپاره کړي دي.
له دوبۍ خپریدونکې دې ورځپاڼې ویلي چې د عدلي طب په راپور کې دا هم ویل شوي چې ددې هندي اکټرې په وجود کې د الکولو نښې هم موندل شوې دي.
د دوبۍ عدلي طب به په څو راتلونکو ساعتونو کې د سریدیوي جسد د هغې کورنۍ وسپاري چې هندوستان ته یې انتقال کړي.
تر دې مخکې هندي رسنیو ویلي و چې سریدوي په دوبۍ کې چیرې چې یو واده کې د ګډون لپاره تللې وه د زړه د ناڅاپي حملې له کبله مړه شوې ده.
د خلیج ټایمز ورځپاڼې ویلي وو، دا اکټره د اماراتو د جمیرا څلې په هوټل کې په حمام کې مړه موندل شوې او روغتون ته وړل شوې ده.
تر اوسه د حمام په ټپ کې د سریدیوي د ډوبیدو او مړینې د څرنګوالي په اړه لا هم ډیر جزییات نه شته.
ارامتیا ته رسېدل؛ ځانته ارزښت ورکول يې مهم اصل دی
ژباړه ارامتیا یانې دبهرنیو او دروني ستونزو څخه خلاصېدل او خوشحالي او دننه راحتي احساس ته رسېدل دي. د قران شریف له نظره هم ځینې عوامل لري لکه؛ د خدای یاد او ذکر کول، په ... نور ولولئ