لیکنه:بهار سمسور
ټاکل شوې وه،د اماراتو خپل تجارتي شل اوریز لیګ په روان کال کې پیل شوی وی،خو اوس د عربي متحد ایلاتو کریکټ بورډ خبر ورکوي،چې دا کال د دې تجارتي لیګ لومړی پړاو نه تر سره کیږي او ۲۰۲۰ کال کې به پیل شي.
تېر کال اړوند کریکټ بورډ خبر ورکړی و،چې په ۲۰۱۹ کال کې دا تجارتي لیګ له نویو نوښتونو سره تر سره کیږي،چې د کریکټ نړۍ مشهور لوبغاړي، اې بي ډیوېلرز،این مورګن،شاهد افریدي،انډري رسل او کمار سنګاکارا به په دغه لیګ کې شتون ولري.
وړمه ورځ اماراتو کریکټ بورډ ویلي،چې دا لیګ ۲۰۲۰ کال ته وځنډیده،چې علت یې مصارف نه پوره کیدل او ځینې نور مسأیل او هم دا چې د لوبیدونکو لوبغاړو پیسې هم پکې شامیلې دي ښودل شوی دی.
ممکن د اماراتو د تجارتي لیګ د نه کیدو او ځنډیدو علت یو دا هم وي،چې په دې هېواد کې د نورو هېوادونو لکه د پاکستان سوپر لیګ،افغان غوره لیګ او لس اوریز تجارتي لیګ د دې هېواد پر کریکټ لوبغالو/کوربه توب کیږي او زیاتره تجارتي شرکتونه او کمپنۍ یې مالي ملاتړ کوي.
د اماراتو له لیګ مخکې ،ایرو شل اوریز لیګ چې ایرلېنډ،سکاټلېنډ او هالېنډ په ګډه ترتیب کړی دا کال لغوه شو او هم د کاناډا تجارتي لیګ څه موده له دې وجهې ځنډیدلی و، چې د لوبغاړو د ورکړې پیسې نه وې پوره شوې.