د الزايمر ناروغۍ لومړنۍ نښې نښانې

ژباړه/
ممکن د حافظي خفيف اختلال/ ګډوډي وښيي چې ناروغ په الزايمر اخته یئ.
د راپورونو پر اساس، Medical Xpress د Kaunas پوهنتون  مطالعې ته په اشارې په دې اړه ليکلي: د لتوانيا روغتياپالانو يوه تګلاره موندلې چې کولاى شي، د مصنوعي هوښ په ګټنې دا ډول زيان تشخيص کړي. هغوى د ١٣٨ کسانو د مغزو د MRI انځورونو د تجزيې او تحليل پواسطه د يوه الګورېتم په جوړولو بريالي شول.
د څېړونکو په وينا، د هغوى تګلارې ډېرې ښې پايلې ښودلي دي: کېداى شي د ناروغي په زيات دقت نږدې ٩٩% سلنه وړاندويه وشي. دا مطالب روښانوي چې په لاس سره د MRI انځورونو تجزيه او تحليل زيات وخت نيسي، په داسې حال کې چې د مصنوعي هوښ څخه ګټې اخيستلو سره دې چارې ته د پام وړ چټکتيا وربښي.
روغتياپال Rytis Maskelyunas د څېړنې د پايلو په اړه وويل: ” يو ماشين د يوه رباټ په توګه پام کې ونيسٸ، چې د سختو او پېچلو کارونو او د نښو نښانو د پلټلو او راپورنو راټولو وړتيا لري. نو د خطرناکو بالقوه کمپيوټري الګورېتم ټاکل، ټکنسين کولاى شي هغه له نږدې مطالعه  او په پاى کې ټول ګټوونکي کېږي، ځکه ناروغي ډېر ژر تشخيص او درملنه کړي.”
په هماغه وخت کې، دا نشريه اشاره کوي چې د خفيفو شناختي ګډوډيو تشخيص په يوه ناروغ کې ممکن د نورو ناروغيو له نښو نښانو سره اړيکه ولري.
په ټوله نړۍ کې، نږدې ٢٤ ميليونه کسان د الزايمر ناروغۍ څخه کړېږي او اټکل کېږي چې دا شمېر د ټولنو د زړښت په دليل هر شل کاله وروسته دوه برابره شي.

وروستي مطالب