سپورټ نړیوال کرکټ

د افغان کريکټ ملي لوبډلي ځوان الراونډر کریم جنت وپېژنئ!

لیکنه : عبدالله عادل

کریم جنت د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي ځوان الراونډر لوبغاړی دی چي نیمه چټک توپ اچونکی او ښی لاسی توپ وهونکی دی ، نوموړی د ۱۹۹۸ کال د اګسټ میاشتي پر ۱۱مه د افغانستان په مرکز کابل کي زېږېدلی دی .

هغه په فرسټ کلاس لوبو کي خپله لومړي لوبه د ۲۰۱۶ کال د ډسمبر پر اوومه د انګلنډ لاینز خلاف ترسره کړې ، هغه همدارنګه د ۲۰۱۶ کال کرکټ نړیوال جام پر مهال تر ۱۹ کلنو د کم عمره افغان لوبډلي برخه وو.

کریم جنت د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلي د مخکني لوبډلمشر اصغرافغان ورور دی.

کورنی او تجارتي کرکټ:

کریم جنت د ظاهر خان سره سم د ۲۰۱۷ کال غازي امان الله خان یو ورځنیو سېالیو پر مهال په ۱۲ ویکیټو سره مخکښ توپ اچونکی وو.

د ۲۰۱۸ کال په احمدشاه ابدالي څلور ورځنیو سېالیو کي کریم جنت د خپلي لوبډلي کابل زون لپاره مخکښ توپ اچونکی وو چي په لسو لوبو کي یې ۳۰ ویکټي ترلاسه کړې.

د ۲۰۱۸ کال په سپټمر کي هغه د لومړي پړاو افغانستان پریمر لیګ لپاره د کندهار په لوبډله کي واخستل سو.

نړیوال کرکټ

جنت د ۲۰۱۶ کال د ډسمبر پر ۱۴مه د متحده عربي اماراتو پر وړاندي د افغانستان لپاره خپله لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه ترسره کړه په همدغه لوبه کي یې ۲۵ منډي جوړي کړې او درې ویکټي یې ترلاسه کړې په همدغه کارکردګۍ هغه خپله لومړۍ د لوبي د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه. کریم جنت د افغانستان لپاره خپله لومړۍ یو ورځنۍ نړیواله لوبه د ۲۰۱۷ کال د فبروري پر ۲۴مه د زیمبابوې ملي لوبډلي خلاف ترسره کړه.

یو ورځنۍ لوبي:

۲۱ کلن لوبغاړي جنت د افغانستان لپاره یوازي یوه پنځوس اوریزه لوبه ترسره کړې او په دغه لوبه کي یې د توپ وهني په برخه کي ۹ منډي جوړي کړي او د توپ اچوني په برخه کي یې په ۲۴ توپونو ۳۱ منډي ورکړي چي کومه ویکټ نلري.

شل اوریزه لوبي :

کریم جنت د افغانستان لپاره په ۱۸ شل اوریزو لوبو کي د توپ وهني په برخه کي ۱۱۴ منډي جوړي کړي ایورېج یې ۱۴ دی کومه نیمه سلیزه نلري خو یادو لوبو کي یې ۶ شپږیزي او ۶ څلوریزي وهلي دي او د توپ اچوني په برخه کي یې په ۱۸ لوبو کي ۱۷ ویکټي ترلاسه کړي په یوه اور کي یې د منډو ورکولو اوسط څه کم نهه دی ، یوه لوبه کي یې ښه توپ اچونه د ۲۴ منډو په ورکولو سره د دریو لوبغاړو سوځول دي.

فرسټ کلاس لوبي:

جنت تر اوسه ۱۷ فرسټ کلاس لوبي ترسره کړي چي یادو لوبو کي یې ۱۲۴۹ منډي جوړي کړي او یوه لوبه کي یې زیاتي منډي ۲۱۱ ناسوځېدلي منډي دي چي په یادو ۱۲۴۹ منډو کي یې درې سلیزي او شپږ پنځوسیزي شاملي دي. او په همدغه فرسټ کلاس لوبو کي د توپ اچوني په برخه کي په ۱۷ لوبو کي ۵۳ ویکټي ترلاسه کړي چي یوه لوبه کي یې ښه توپ اچونه د پنځوسو منډو په ورکړي سره د څلور لوبغاړو اوټ کول دي نو ځکه وايو چي د نورو فارمټونو په پرتله دلته ښه ځلېدلی دی.

لیسټ اې لوبي:

کریم جنت ۲۱ لیسټ اې لوبي ترسره کړي چي یادو لوبو کي یې ۴۷۲ منډي جوړي کړي او یوه لوبه کي یې زیاتي منډي ۶۸ دي او د توپ اچوني په برخه کي یې په ۲۱ لوبو کي ۳۱ ویکټي ترلاسه کړي او یوه لوبه کي یې ښه توپ اچونه د ۴۲ منډو په ورکړي سره د پنځو لوبغاړو سوځول دي.

کریم جنت ځوان الراونډر لوبغاړی دی لا هم ډېر کرکټ په مخ کي لري خو دا چي ملي لوبډله د ګلبدین نایب په نوم یو غوره او باتجربه الراونډر له ځان سره لري شاید د غوراوي ډلي ته د دوی دواړو تر منځ د یوه انتخاب سخت واوسي او یا خو یې شاید کرکټ بڼي تغیر کړل سي همدا اوس د بنګلدېش ، افغانستان او زیمبابوې تر منځ د شل اوریزو لوبو په درې اړخیزه لوبلړۍ کي دواړه پر يوه ځای په لوبډله کي اخیستل سوي دي چي د کرکټ پوهانو په اند نه ښایي چي د محمدنبي ، راشد خان تر څنګ دوه نور الراونډران لوبډلي ته شامل سي ځکه اړتیا ده چي د دوو یا دریو الرانډرانو تر څنګ ځانګړي توپ وهونکي یا توپ اچونکي په لوبډله کي داخل و اوسي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عبدالله عادل - کندهار کې د یاران ټیم غړی