د افغان ښځينه لوبغاړو ایمېلونو ته د کرکټ نړیوالې شورا ځواب نه دی ورکړی

 

د کرکټ نړیواله شورا چې د افغانستان کرکټ بورډ سره د کرکټ اړوند ټول مسایل په ځیر سره څاري، تر دې دمه یې د افغان ښځينه کرکټ لوبډلې لوبغاړو ایمیلونو ته هېڅ ځواب نه دی ویلی.

لکه د زرګونو نورو افغانانو په څېر د افغان کرکټ لوبډلې ښځینه لوبغاړې هم د هېواد روان وضعت اندېښمنې کړي دي.

د ښځينه کرکټ لوبډلې یوې لوبغاړې رویا صمیم ویلي چې د کرکټ نړیوالې شورا ته یې زیات ایمیلونه کړي، ترڅو د خپل برخلیک په اړه ورڅخه ډاډ ترلاسه کړي؛ خو هغوی تر اوسه یو ایمیل ته هم ځواب نه دی ویلی.

له کومې ورځې چې افغانستان د طالبانو لاس ته لوېدلی او د اسلامي امارت د رامنځته کولو هڅې یې پیل کړي دي، د ښځينه وو کرکټ لوبډلې برخلیک ځوړند ښکاري.

رویا صمیم اوس له هېواده وتلې او په کاناډا کې د کډوالۍ شپې ورځې تېروي، هغه وایي افغانستان کې یې ټول ملکیت پاتې شو او دې یواځې سر خوندي کړی دی.

د افغانستان د پرېښودو په اړه د رویا صمیم خبرې

د افغانستان پرېښودل زما لپاره سخت و، دا یوه ډېره خواشینوونکې ورځ وه، ما فقط ژړل او نور څه مې نه شو کولای، ما له هغه څه سره زیاته مینه لرله، چې افغانستان کې مې درلودل، زما دنده، زما کرکټ، زما د کرکټ ملګرې، زما هېواد او زما د کورنۍ غړي او خپلوان ماته ګران وو او دي، دا هرڅه چې ما لرل، تر شا پاتې شول، کله چې زه دا ورځ بیا رایادوم زه به ژاړم.

 

د طالبانو دریځ

طالبانو په ټول افغانستان کې د عفوې اعلان کړی، سربېره پر دې یې ښځو ته د اسلامي چوکاټ په رڼا کې د کار اجازه ورکړې ده.

خو تر دې دمه یې د ښځينه لوبغاړو په اړه پرېکړه نه ده کړې، چې د کرکټ، تېکواندو، بایسیکل ځغلونې، غېږ نیونې، ځغاستې، باولېنګ او داسې د ورزش د ټولو برخو ښځينه لوبغاړو برخلیک به څنګه وي.

ښایي د ګډ حکومت تر اعلانېدو وروسته د دوی په اړه هم پرېکړې وشي او ښځینه وو ته هم اجازه ورکړل شي، چې د هېواد بېرغ رپولو په خاطر لوبې وکړي او نړۍ کې د افغانستان نوم روښانه کړي.

طالبان وایي دوی اوس د ۱۹۹۶ په پرتله ډېر بدل شوي دي، دوی اوس د افغانستان د پرمختګ هیله لري او دې چارې ته د ښځينه وو او نارینه ګډ رول مهم ګڼي.

 

وروستي مطالب