مارچ 3, 2021

د افغان نولس کلنو لوبډلې د ناکامۍ علتونه.

افغان نولس کلنو کرکټ ملي لوبډلې نړیوال پنځوس اوریز جام کې پېل په بري وکړ، خو دغه دوې بریاوې ټول د دوو یا دریو لوبغاړو برکت و.
دا چې د افغان نولس کلنو کرکټ ملي لوبډلې روزونکي رییس احمدزي ویلي وو، چې د نړیوال جام سیمې فاینل پورې تللی شي او تر اتلولۍ یې اټکل کېده، خو خبره اپوټه (برعکس) شوه.
دې لوبډلې پیل ډېر ښه وکړ، کوربه لوبډله د (سویلي افریقا) یې ماته کړه، ورپسې یې دویمه لوبه کې عربي متحده اماراتو ته ماته ورکړه، له کاناډا سره یې لوبه بې پایلې شوه.
افغان لوبډله له لومړي پړاو څخه دویم پړاو ته له پنځه نومرو او مثبت ۲ اعشاریه ۹۲۷ نېټ رن رېټ سره دویم پړاو یعنې کواټرفاینل ته ولاړه.
له پاکستان سره لوبه او د افغانانو هیلې
له پاکستان څخه د لوبې ګټل ځکه افغان لوبغاړو ته آسانه ښکارېدل، چې ۲۰۱۷م کې د اسیا تنکیو ځوانانو جام سیالیو او اسیا جام سیالیو کې دوه ځلې افغان لوبډلې پاکستانۍ لوبډله ماته کړې وه.
په ۲۰۱۷م کې افغان لوبډلې له پاکستان پایلوبه هم ګټلې وه او اتلولي له نولس کلنو کم عمره افغان لوبډلې ګټلې وه.
نو د تېرې جمعې پر ورځ د پاکستان خلاف کواتر فاینل سیالۍ کې ځکه د افغانانو هیلې ډېرې تازه او غوړېدلې وې، چې افغان لوبډله دا لوبه ګټلی شي.
دلته علتونه شته، چې ولې افغان لوبډلې پاکستان ته لوبې وبایللې؟
لومړی دا چې افغان لوبډلې په ۲۰۱۷م کې پاکستان مات کړی و، هغه وخت له افغانستان نولس کلنو کرکټ لوبډلې سره د مجیب الرحمن، قېس احمد، نوین الحق، اکرام علي خېل، رحمان الله ګربز، عظمت الله عمرزي، بهیر شاه محبوب او شمېر نورو پیاوړو لوبغاړي وو.
بل په ۲۰۱۸م نولس کلنو پنځوس اوریزجام کې افغان لوبډلې څلورم مقام اخیستی و او له اسټرالیا څخه یې په سیمې فاینل یا نیمه پایلوبه کې ماته خوړلې وه.
په ۲۰۱۸م نړیوال جام کې افغان لوبډلې نیوزیلېنډ ته ۳۱۰ منډې هدف ورکړی و، چې ګربز او ابراهیم ځدران پکې له سلو منډو بره منډې ملګرتیا په اوپننګ کړې وه.
په مقابل کې یې نیوزیلېنډۍ کرکټ لوبډله په ۱۰۷ منډو ټوله وسوځېده.
مجیب الرحمن او قېس احمد څلور، څلور وېکټې اخیستې وې.
یو لوی علت دا هم کېدای شي، چې اوسنۍ نولس کلنو کرکټ لوبډلې لوبې وبایللې، چې خورا پیاوړي لوبغاړي پکې نشته.
دویم علت
اوسني لوبغاړي ټول نوي وو، یوازې ابراهیم ځدران پکې پخوانی لوبغاړی و، چې هغه هم نړیوال جام کې ډېر ښه روان و.
اوسني لوبغاړي ټول نوي دي او د له چټکو ویشتن ځایونو اشنا نه وو، همدا علت و، چې ښه ونه ځلېدل او توپ‌وهنه یې تر ډېره بریالۍ نه وه.
درېیم علت
کمزورې ډګر ساتنه؛ ډګر ساتنه د لوبې مهم اړخ دی، افغان لوبډلې د پاکستان خلاف ډېره کمزورې ډګر ساتنه وکړه.
د پاکستان پر وړاندې لوبه کې عابد محمدي د پاکستان اوپنر توپ‌وهونکي هُرېره کېچ په ۸ منډو وغورځاوه او هرېره ته یې چانس ورکړ.
کله چې یو توپ‌وهونکي ته چانس ورکړل شي، هغه لوبغاړی بیا د لوبې اړخ بدلوي او ۸۰ سلنه د لوبې واګي په لاس کې اخلي.
په تېر کې دا تجربه شوي دي؛ د ۲۰۱۴م آسیا جام کې پاکستانۍ ملي لوبډله پوره ایساره وه، خو سمیع الله شینواري له لاسونو د عمر اکمل اسانه کېچ وغورځېد او بالاخره هغه د ۱۰۳ منډو په مرسته پاکستانۍ لوبډله بري ته ورسوله.
۲۰۱۹م نړیوال پنځوس اوریز جام کې د انګلستاني مورګن کېچ په کمو منډو ډراپ کړل شو، چې هغه ۱۷ شپږیزې ووهلې او په افغانستان باندې یې ریکارډ جوړ کړ.
هرېره ته د عابد محمدي له خوا کېچ ډراپ کړل شو او ۶۴ چټکې منډې یې وکړې او همدغو منډو پاکستان سره مرسته وکړه، چې هغه لوبډله د افغانستان خلاف په ۶ وېکټو بریالۍ شوه.
په وروستیو کې محمد هرېره د لوبې غوره لوبغاړی هم اعلان شو.
پاکستان او هند د فبروري په ۴ مه د سه‌شنبې پر ورځ له هند سره سیمې فاینل کې مخ دی.
څلورم علت
څلورم علت دا دی، چې ټوله لوبډله کې ۴ لوبغاړي ډېر ښه و، ابراهیم ځدران، شفیق الله غفاري، نوراحمد او عبدالرحمن دا هغه لوبغاړي وو، چې مثبته لوبه کې یې سلنه زیاته وه.
دلته ختیځ کې د کرکټ ځینې ماهرین او مبصرین په دې اند دي، چې افغان لوبډله کې زیاتره لوبغاړي په واسطه راغلي دي او اصلاً تخنیکي لوبغاړي نه وو.
ودان مینه‌وال وایي چې باید سېلېکشن سم شوی وای.
پنځم علت
پنځم علت دا دی چې افغان لوبډلې کامیاب فسټ بالر نه درلوده او دا سبب شو چې افغانستان د فسټ بالرانو له نشتون ستونزې سره مخ شي.
دا چې د افریقا پیچونه تېز دي نو فسټ بالران پرې بریالي دي.
خو دا چې شفیق الله غفاري پرې بریالی و، علت یې دا و، چې هغه د افریقا وېکټې زیاتې وغورځولې؛ نسبت اسیایي لوبډلو ته د نورو وچو لوبغاړي سپېن بالران سم نه شي لوبولی او فسټ بالران ښه لوبوي.
خو دا چې پاکستانۍ لوبډله بریالۍ شوه او د افغان سپېن بالرانو زهرو پرې کار ونه کړ، نو مطلب دا چې د آسیا په کچه هند او پاکستان سپېن بالران ښه لوبوي او دا چې د پاکستان خلاف لوبه کې د افغان لوبډلې ډېره تکیه په سپېن بالېنګ وه، نو ځکه د وېکټو په اخیستلو بریالي نشول.
د کرکټ بورډ سېلېکشن کمېټې ته مشوره
اوس ماشاءالله په افغانستان کې پیاوړي، ماهر، مسلکي او باتجربه لوبغاړي زیات دي، نو د غوراوي کمېټه باید هغه لوبغاړي په لوبډله کې واخلي، چې نهایت تکړه او فطري وړتیا ولري.
غوراوی باید شفاف وشي.
غوراوی او سېلېکشن باید متوازن وشي، بالران، الراونډران، توپ‌وهونکي او سپېن بالران باید ښه دقیق او متوازن انتخاب شي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي