د افغان ماشومانو اختر نمانځل

 

په افغانستان کې د ډېرو دودونو تر څنګ يو هم اختريز دودونه دي؛ دا رواجونه د اختر په درې ورځو کې تر سره کېږي.
افغاني ټولنه کې اختر په ډول ډول رواجونو نمانځل کيږي.
د هر ولايت هره سيمه بېل بېل دودونه لري؛ د اختر په رارسېدلو د ځوانانو تر څنګ ماشومان ډېر خوښ وي, په خورا جوش سره يې نمانځي. ماشومان سهار د اختر د مبارکۍ څخه وروسته د خپلوانو ګاونډيانو په کورونو ګرځي ميوې او اختری(پيسي) راټولوي، د چهار مغزو، هګۍ جنګولو او داسې نورې لوبې کوي د اختر له شپو ورځو خوند اخلي.

له بده مرغه يو شمير کوچنيان د خپلو لوبو لپاره له پټاکيو، پلاستيکي تمانچو، لوبې کوي چې ناوړه پايلې له ځانه سره لري.

هغه ماشومان چې کورنۍ يې له اقتصادي فقر سره مخ وي د اختر ورځې هم په ارامه نه وي او د يوې مړۍ ډوډۍ د پيدا کولو په خاطر کار کوي. دا ډول ماشومان د سړکونو په غاړه بوټ رنګوي ژاولې، پلاستيکونه، اواسې نور توکي پلوري.

په دې توګه د خپلې کورنۍ لپاره يوه مړۍ ډوډۍ لاس ته راوړي.

د ننګرهار په شينوارو کې د ماشومانو داختر دود

ننګرهار په شینوارو کې له ډېر پخوا د ټولنې د نورو وګړو تر څنګ ماشومان هم اخترونه په پوره جوش او ولولو نمانځي، په همدې اړه خو یوه روایتي خبره هم ده چې (( اختر خو یوازې د ماشومانو وي)).

د اختر په شپه د خپلو کورونو شا ا وخوا یا په نږدې لوړه غونډۍ، غر یا تپه اورونه بلوي، چکچکې وهي او د خوشالۍ اظهار کوي.

د اختر له ورځې وړاندې بازارونو ته تګ او د خپلې خوښې توکي رانیول

د اختر په سهار ماماګانو او نږدې خپلوانو کره تلل او له هغوی د اختري اخیستل هم یو رواج و چې اوس تر ډېره کم رنګه شوی.

همدا راز د اختر په دوهمه ورځ زیاتره ماشومان سره راټولیږي او نږدې بازارونو او پارکونو ته د مېلو او چکرو لپاره ځي.
خدای دې وکړي دې وطن ته سوله راشي چې ټول افغان ماشومان په خوشالۍ د اخترونو خوشالي وکړي.

وروستي مطالب