د افغان لوبډلې د چټکې توپ‌اچوې روزونکی څه ډول بالر دی او ولې د اسټرالیا په لوبډله کې پاتې نشو؟

 

شاون ټېټ په ۱۹۸۳ م کې د سویلي اسټرالیا کې د اډیلایډ په سیمه کې زېږېدلی دی، اوسمهال ۳۸ کاله عمر لري.

په ۲۰۰۵ کال کې د اسټرالیا لپاره ټېسټ لوبې پیل کړې، ټولې یې درې ټېسټ لوبو کې ګډون کړی دی، چې ۵ وېکټې یې اخیستي دي او غوره توپ اچونه یې هم په ۱۲۱ منډو د درې وېکټو اخیستل دي.

د ټېسټ لوبو په پنځه پاڼیو کې یې ۲۰ منډې کړي دي، چې لوړې یې ۸ دي.

 

یو ورځنۍ لوبې

۳۵ یو ورځنیو لوبو کې یې د اسټرالیا لپاره ګډون کړی دی، چې په دې لوبو کې یې ټولې ۶۲ وېکټې ترلاسه کړي دي او په ۳۹ منډو ورکولو سره یې د څلورو وېکټو اخیستل غوره توپ اچونه ده.

د همدغو لوبو په ۷ پاڼیو کې یې توپوهنه کړې ده، چې ټولې یې پکې ۲۵ منډې کړي دي.

ده وروستۍ ټېسټ لوبه په ۲۰۰۸ کې کړې ده.

په ۲۱ شل اوریزو لوبو کې یې ۲۸ وېکټې اخیستي دي او یوه لوبه کې یې د ۱۳ منډو په ورکولو سره درې وېکټې اخیستل غوره توپ اچونه ده.

آی‌پي‌اېل کې یې هم ټولې ۲۱ لوبې کړي، چې ۲۳ وېکټې یې پکې ترلاسه کړي دي.

۲۰۰۷ کې یې د اسټرالیا لپاره یو ورځنۍ لوبې پیل کړې وې او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه یې هم په ۲۰۱۱ کې د هند خلاف کړې ده.

د شل اوریزو لوبو پیل یې هم په ۲۰۰۷ کې کړی او وروستۍ شل اوریزه لوبه یې په ۲۰۱۶ کې کړې ده.

دی د اسټرالیا په لیګ کې هم لوبېدلی او په ۲۰۱۸ کې پرې یو اوور کې کرېس لیین پنځه شپږیزې سر په سر وهلې وې.

 

ولې د اسټرالیا په لوبډله کې پاتې نشو؟

دی د نړۍ په کچه یو چټکو بالرانو څخه و، چې په خپل وخت کې یې په سرعت یا سپيډ کې ساری نه درلود.

خو د ده ستره ناکامي په دې کې وه، چې په خپله توپ اچونه یې کنټرول نه درلود.

ډېری وخت یې نو بالونه کول او ځېنې وخت به یې داسې وایډ توپ ترسره کاوه، چې رانیول به یې د وېکټ ساتونکي له توانه وتلې خبره وه.

په دې ډول له ده څخه په نشت توپ پنځه منډې راتللې او هم به ځېنې وخت د فري هیټ له امله ترې ۱۳ او یا هم اووه منډې راتللې.

همدا علت و چې دی د اسټرالیا په لوبډله کې پاتې نشو او ډېر ژر یې له لوبو محروم کړ.

 

د شاون ټېټ ښه والی

د ده ترټولو ښه خوبایي سرعت دی، ده تر ۱۶۱ اعشاریه ۱ پورې سپيډ ویشتی دی او اوس هم د سپیډ له برم څخه نه دی لویدلی.

لا یې هم سپيډ په نړۍ کې بې ساری دی؛ خو دا چې اوس یې عمر لوړ دی، نو په پوره قوت سره توپ اچونه نه شي کولای.

بله خوبایي یې د بالېنګ سپيډ او جذبه ده، دی له لېرې ځای څخه سټارټ اخلي او بیا له توپ اچونې سره جمپ اخلي او پښې خورا په سټایل سره ږدي، چې ډېری بالران داسې ښکلی سټایل او اکشن نه لري.

 

افغان لوبغاړو ته یې ګټه څه کېدای شي؟

شاون ټېټ لرل د افغان لوبغاړو او کرکټ بورډ لپاره د فسټ بالرانو په انتخاب او د هغوی په روزنه کې مثبت دي.

افغان کرکټ بورډ څو ځله د فسټ بالرانو د موندلو لپاره ازموینې واخیستې؛ خو تر اوسه یې د ګوتو په شمېر ډاډمن چټک توپ اچوونکي نه دي موندلي.

که شاون ټېټ ته صلاحیت ورکړل شي او روڼتیا وي؛ نو وبه کولای شي چې په سټایل او سپيډ کې د ځان په څېر توپ اچوونکی ومومي.

کولای شي د بالېنګ په سټایل کې له بالرانو سره کومک وکړي، په سوېنګونو کې به بالرانو ته تخنیکونه وښيي.

خو افغان بالران باید د ده د نو او وایډ توپونو له کولو ډډه وکړي.

دی به وکولای شي چې د زیات سپيډ په لوړولو کې له بالرانو سره خپلې تجربې شریکې کړي.

 

وروستي مطالب