
سمیع الله درانی
د افغان لوبډلې پخوانی مشر روزونکی فېل سېمونس له نړیوال جام وروسته له افغان کرکټ بورډ سره د مشر روزونکي په توګه د دندې له پرېښودو بعد د خپل هېواد ویسټ انډیز کرکټ لوبډلې لپاره مشر روزونکی وټاکل شو.
د ویسټ انډیز کرکټ بورډ نن اعلان وکړ، چې هغه به د ۴ کلونو لپاره د یاد هېواد لپاره د لوبډلې مشر روزونکی وي.
فېل سېمونس د ویسټ انډیز کرکټ بورډ لپاره له دوو نورو کسانو سره شارټ لېست شوی و، چې د ډېسمونډ هاینېس او فلایډ ریفر له منځه فېل انتخاب شو.
۲۰۱۶ م کال کې هغه د ویسټ انډیز لپاره مشر روزونکی و او ویسټ انډیز یې تر رهبرۍ لاندې دوهم ځل لپاره ۲۰۱۶ م کال کې د شل اوریز جام اتلولي یوړه.
سېمونس د کرکټ لوبې کمې کړي؛ خو په کوچېنګ یا روزنه کې یې تجربه زیاته ده، دی په ۲۰۱۸ م کال کې د افغان لوبډلې روزونکی شو، د ده تر روزنې لاندې افغان لوبډلې زِمبابوې کې غوراوي جام سیالیو کې اتلولي یوړه او نړیوال جام ته له ویسټ انډیز سره یو ځای ولاړ.
فېل سېمونس هغه مهال له افغان لوبډلې او کرکټ بورډ سخت مرور شو، کله چې نړیوال جام کې افغان لوبډلې ۹ لوبې سر په سر وبایللې، چې ډېره پړه خپله ده هم د لوبغاړو ترمنځ په اتفاقۍ اچوله او دې برخه کې یې پخوانی غوراوي کمېټې مشر دولت احمدزی تورناوه، چې ګواکې ګلبدین نایب یې له مشورې پرته لوبډلمشر کړی دی او دې چارې لوبډله کې بې اتفاقي راوسته.
ده په یو ټویټ کې هم لیکلي وو، چې له نړیوال جام وروسته به د غوراوي کمېټې او ځېنو لوبغاړو رازونه رابرسېره کړي او نور له افغان کرکټ بورډ سره دنده نه کوي.
خو کرکټ بورډ بیا وویل چې د نوموړي قرارداد له دوی سره پای ته رسېدلی.
افغان لوبډلې شا او خوا دوه اونۍ وړاندې افریقایي الراونډر لېنس کلوزنر مشر روزونکی وټاکه او د ده تر رهبرۍ لاندې به لوبډله د فېل سېمونس تر مشرۍ لاندې ویسټ انډیزۍ لوبډلې سره ولوبېږي.
افغانستان ۱۸ ورځې وروسته د نومبر په ۵ مه نېټه په هند کې له ویسټ انډیز سره درې شل اوریزې، درې یو ورځنۍ او یوه ټېسټ لوبه کوي.
د فېل سېمونس په روزنه کې درې ورځې وړاندې د سي پي ایل سیالیو اتلولي د لومړي ځل لپاره باربادوس ټراېډېنټس لوبډلې وګټله.
سېمونس په تېر کې د ایرلېنډ روزونکی هم پاتې شوی دی.
هغه ۵۶ کاله عمر لري او د ویسټ انډیز په ټرېنېډاډ سیمه کې زېږېدلی دی.