د افغان لوبغاړو په نشتون کې کوېټې لوبډله د اسلام اباد لخوا په اوپننګ ماته شوه

د پاکستان سوداګریزو کرکټ لوبو اتلسمه لوبه د جمعې په ماخستن د اته نیمې بجې پیل شوه.

کوېټې لوبډلې په شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره د جېک وېترالډ د ۴۳ منډو په مرسته ۱۳۳ منډې وکړې او اسلام اباد یونایټېډ ته یې ۱۳۴ منډې هدف ورکړ.

د اسلام اباد لپاره حسن علي، محمد وسیم او محمد موسی دوه، دوه وېکټې ترلاسه کړې.

اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې یاد هدف په لسم اوور کې پرته له کومې وېکټې له سوځېدلو پوره کړ او کوېټې ته یې په ۱۰ وېکټو او لسو اورونو ماته ورکړه.

عثمان خواجه ۴۱ ناسوځېدلې منډې او کولېن منرو ۹۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.

عثمان خواجه په ۲۷ توپونو د یوې شپږیزې او شپږ څلوریزو په مرسته ۴۱ او کولېن منرو په ۳۶ توپونو د دولس څلوریزو او ۵ شپږیزو په مرسته ۹۰ منډې جوړې کړې.

کولېن منرو د لوبې غوره لوبغاړی شو.

په دواړو لوبډلو کې هیڅ افغان لوبغاړی نه و، که څه هم ظاهرخان پکتین د کوېټې لوبډلې پېرلی؛ خو یوولس کسیز سکواډ کې نه و.

اسلام اباد د دې لوبې په ګټلو سره خپلې نومرې شپږو ته پورته کړې او د نومرو په جدول کې یې درېیم ځای ونیو.

نن ماخستن اته نیمې بجې پېښور زلمي د کوېټې پر وړاندې د لیګ ۱۹ مه لوبه کوي.

د راشدخان دې لوبه د یکشنبې په مازیګر پنځه نیمې بجې او د ګربز دې لوبه د یکشنبې په ماختسن لس نیمې بجې ده.

د نومرو جدول

لاهور قلندرز لوبډلې په ۶ لوبو کې ۵ ګټلي او لس نومرې لري، کراچي کېنګز ۶ لوبو کې ۳ ګټلي او ۶ نومرې لري، اسلام اباد یونایټېډ پنځه لوبو کې ۳ ګټلي او ۶ نومرې لري، پېښورزلمي شپږ لوبو کې ۳ ګټلي ۶ نومرې لري، ملتان سلطان شپږ لوبو کې دوه ګټلي او څلور نومرې لري او کوېټې پنځه لوبو کې یوه ګټلې او دوه نومرې لري.

د پاکستان یاد لیګ د جون په ۲۴ مه پای ته رسېږي.

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ