د افغان فوټبال غوره لیګ د ګروپي پړاو درېیمه او وروستۍ اونۍ نن پېلیږي

ليکنه: صابرحميدي
د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتم پړاو درې اونۍ مخکي پیل سو، چي نن چهارشنبه ئې د ګروپي پړاو درېیمه او وروستۍ اونۍ پېلبږي.
نن چهارشنبه آباسین څپې د عقابان هندوکش سره، سبا پنجشنبه میوند اتلان د طوفان هریرود سره، بل سبا د جمعې په ورځ شاهین آسمایي د آباسین څپې سره، راتلونکې شنبه موجهای آمو د سېمرغ البرز سره او راتلونکې یکشنبه بیا سپین غر بازان د عقابان هندوکش په وړاندي لوبیږي.

دا ټولي لوبي مازدیګر ۶ بجې پېلیږي.
دا د دې لیګ د ګروپي پړاو وروستۍ لوبي دي، چي د یادو لوبو څخه به وروسته څلور لوبډلي نیمه پایلوبي ته لاره پیداکړي او څلور لوبډلي بیا د ټورنمنټ سره مخه ښه کوي.
خو تر دې دمه دوهم پړاو ته شاهین آسمایي او طوفان هریرود د دوو ـ دوو بریاوو په خپلولو سره لاره پیداکړې.
په دې ټورنمنټ کي ۸ لوبډلو د هیواد د ۸ زونونو څخه ګډون کړی، چي یاد ۸ ټیمونه میوند اتلان، شاهین آسمایي، طوفان هریرود، سپین غر بازان، موجهای آمو، سېمرغ البرز، اباسین څپې او عقابان هندوکش دي.
د یاد ټیمونو له ډلي افغان غوره لیګ کي څلور ځلي شاهین آسمایي، دوه ځلي طوفان هریرود او یو ځلي بیا سپین غربازانو ګټلی.