د افغان فلم ٥٣مه کليزه او د سېنما اوسنی حالت

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغان فلم ٥٣مه کليزه ولمانځله.

٥٣ کلونه وړاندې افغان فلم په خپلو فعاليتونو پيل وکړ،چې تر هغه راوروسته یې د افغانستان په بيلابيلو ژبو لنډ او اوږده فلمونه نندارې ته وړاندې کړه ،خو دا چې ياده اداره کافي امکانات نلري نو کیفیت یې په هماغه ډول ندی لکه څنګه چې د خلکو تنده بايد خړوبه کړي.

د پنجشنبې په ورځ د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د افغان فلم ادارې سره د پوره ملاتړ ژمنه وکړه،په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یو شمېر سلاکارانو، رییسانو او همدارنګه یو شمېر سینماګرانو او فرهنګیانو هم ګډون کړی و.

د فرهنګ او هنر معين هارون حکيمي د افغان فلم د ۵۳ کلیزې په لمانځغونډه کې د سینما هنر ودې، پرمختګ او پیاوړتیا ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پاملرنې یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې دغه وزارت په هېواد کې د سینما هنر د پرمختګ او پیاوړتیا کوښښ کوي،ده د سېنما له کارکوونکو څخه غوښتنه وکړه چې د ملي روحيې او د ولس د ذهنیت جوړوونې لپاره مثبت فلمونه جوړ کړي.

د افغان فلم رئيسې صحرا کريمي چې پدې غونډه کې يې شتون درلود د دوی د ادارې او کار په وړاندې د ستونزو يادونه وکړه.

صحرا وويله چې د جګړو او نورو ناخوالو اغېزې، د امکاناتو نشتوالی او یو شمېر نورخنډونو په هېواد کې د سینما هنر او فلم جوړونې د ودې او پرمختګ مخه نیولې ده.

دې ټینګار وکړ چې موږ به له دغو ټولو ستونزو سره سره، د سینما وضعیت د ښه والي او فلمونو د تولید لپاره هڅه اوهاند کوو.

د افغان فلم په وړاندې د خنډونو څخه يو هم کرونا وېروس دی چې ددې ادارې هنري کارونه يې په ټپه درولي دي.

اوسمهال په افغانستان کې د جګړې د شدت او هدفي وژنو له وېرې ځينې مهم افغان هنرمندان د هيواد څخه دباندې ژوند کوي او د يو نامالوم سرنوشت سره مخ دي.