مارچ 5, 2021

د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي ځینې غړي هېواد ته راستانه شول

Advertisements

د سولې په چارو کې د دولت وزارت له دوحې څخه د افغان مذاکراتي پلاوي د ځینو غړو د راستنېدو خبر ورکوي.
د یاد وزارت  ویانده ناجیه انوري وایي، په دوحه کې د افغان حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي ځیني غړي د شخصي ستونزو له  کبله هېواد ته راستانه شوي دي.
نوموړې زیاتوي، راستانه شوي کسان به ډېر ژر د خپلو ستونزو له حل وروسته بېرته دوحې ته لاړ شي او له مذاکراتي پلاوي سره به یوځای شي.
آغلې انوري په مشخص ډول نه دي ویلي چې په راستانه شویو کسانو کې څوک شامل دي.
د افغان حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي یو شمېر غړي داسې مهال هېواد ته راستنیږي چې د شاوخوا یوې میاشتې راهیسې په دوحه کې د سولې دوهم پړاو خبرې په ټپه ولاړې دي.
په ورته مهال د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وایي، چې طالبانو د خبرو مېز پرې ایښی دی او دغه راز یې تاوتریخوالي ته زور ورکړی دی.
نوموړي زیاته کړې، طالبانو له خبرو انکار نه دی کړی خو له څه مودې راهیسي لږ تر لږه د تماس ډلو ترمنځ هم ناستې نه دي ترسره شوې او دوی هیله لري چې د سولې پروسه ژر له دې حالته ووځي.
عبدالله د دغې شورا د رسنیو کمېسیون جوړېدو په تړاو غونډې ته خبرو کې مؤقت حکومت ته په اشارې ویلي چې لنډمهالی حکومت ستونزه نه شي اوارولی ځکه چې تر مؤقت حکومت مخکې باید پر نورو اړینو موضوعاتو لکه د جګړې پر درېدو او اوربند خبرې اترې وشي.
هغه زیاته کړې، طالبان کله ناکله په دې پلمو هم خبرې ځنډوي چې دوحې ته تللی د افغان دولت مذاکراتي پلاوی واک نه لري او یا هم له یو کس سره ستونزه د سولې پروسې پر وړاندې خنډ بولي چې د ده په وینا دا نامناسبه خبره ده.
عبدالله د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، سوله د هېواد مسئله ده او نه باید له یو شخص سره ستونزه د هېواد د ارامتیا د له منځه وړلو سبب وګرځول شي.
نوموړي دا نه ده څرګنده کړې چې طالبان له چا سره ستونزه لري خو د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال عباس ستانکزي په مسکو کې په یوې مرکه کې ویلي وو چې که چېرته ولسمشر غني له خپلې دندې استعفا ورکړي نو دوی هم له اوسني حکومت سره یو ځای کېدو ته چمتو دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي