افغانستان سرسکالو سوله سیاست

د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوی نن قطر ته ځي

لیکنه: عاقله اسد

ټاکل شوې چې د سولې مرکچي پلاوی د سولې د خبرو دویېم پړاو پیلېدو په خاطر نن سه شنبه دوحې ته سفر وکړي.

د یاد پلاوي غړې فوزیه کوفي د دوشنبې په ورځ یوې غونډې ته وویل چې دوی به سه شنبه دوحې ته سفر وکړي.

نوموړې د سولې په پروسه کې بیا ځلي د مېرمنو او بشرحقونو پرخوندیتوب ټینګار وکړ.

کوفي وایي سوله یوازې د جګړې درېدو او د وسلې لېرې کېدو په معنا نه ده بلکې اړتیا ده چې په سوله کې ټولنیزې ازادۍ، د مېرمنو حقونه او شته لاسته راوړنې خوندي پاتې شي.

دا زیاتوی چې مرکچي پلاوی له افغان ولس، دیني عالمانو او مخورو سره تر مشورو وروسته په دویم پړاو مذاکراتو کې ګډون کوي او د ټولو غوښتنه دا ده چې د سولې په پروسه کې د افغانستان خلک او مېرمنې د سولې یوه برخه وي.

د یادونې ده چې ټاکل شوې وه د سولې مرکچي پلاوی د تېرې دوشنبې په ورځ دوحې ته تللی وای خو د نامعلومو دلایلو له مخې دا سفر نن ته پاتې شو.

په پام کې ده چې د سولې مذاکرات د جنوري پر پنځمه نېټه په دوحه کې پیل شي.

د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد هم دوحې ته رسېدلی دی.

زلمي خلیلزاد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دوحې او د سیمې نورو هیوادونو ته په دې هیله ځي چې افغان خواوې د افغانستان د سولې په راروان پړاو کې د پام وړ پرمختګ وکړي.

هغه زیاته کړې چې د هدفي وژنو په ګډون د تاوتريخوالي اوسنۍ کچه هېچا ته د منلو نه ده او هغه کسان چې تاوتریخوالی کوي، د سولې پروسې او د افغانستان راتلونکې ته د زیان رسولو په لټه کې دي.

بل لورته د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د سولې د خبرو په اجنډا کې د دایمي اوربند او د بشري حقونو د قربانیانو د حقونو د شاملولو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون غوښتنه لري، چې په قطر کې دې د سولې د مذاکرو په اجنډا کې د دایمي اوربند او د بشري حقونو د مدافعانو او قربانیانو د دفاع موضوع هم شامله شي.

د دغه کمېسیون رئیسې شهرزاد اکبر پرون ناوخته ازادۍ راډیو سره خبرو کې وویل، چې دوی تېره اوونۍ په یوه لیک کې هم دا موضوع د دواړو مذاکراتي هیئتونو له مشرانو سره هم شریکه کړې وه.

نوموړې وویل: “لومړۍ غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره دې پر اوربند موافقه وشي، چې نور د ملکي افغانانو د قرباني کېدو مخه ونیول شي. د دې تر څنګ دې د تاوتریخوالي پر مشخصو ډولونو بحث وشي، چې ملکیان په نښه کوي، لکه هدفي وژنې، په دې برخه کې دې دوی ګډې څېړنې وکړي. بله مو دا غوښتنه مطرح کړې، چې دواړه لوري دې د جګړې د قربانیانو غږ واوري.”

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دا غوښتنه په داسې حال کې کوي، چې په پام کې وه په قطر کې د مذاکرو دویم پړاو نن سې شنبه تر شل ورځنۍ وقفې وروسته بیا پیل شي، خو پرون د دولت د هیئت سفر وځنډېد، چې دلیل یې ظاهراً د هوا خرابوالی ښودل شوی دی.

د بین الافغاني مذاکرو لومړی پړاو د سپټمبر پر ۱۲مه په قطر کې پیل شو، خو دواړه لوري تر درېیو میاشتو وروسته وتوانېدل چې د اصلي مذاکراتو پر اجنډا او مقدمه موافقه وکړي.

په دې موده کې په افغانستان کې جګړې هم شدیدې شوې وې او هدفي وژنې هم زیاتې شوې دي.

په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼ خبریالان، مدني فعالان او نور ملکي چارواکي ووژل شول.

په بین الافغاني مذاکراتو کې د افغان ولس یواځینۍ غوښتنه هم له طالبانو د اوربند ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عاقله اسد

تبصره مو ولیکئ