سپورټ نړیوال کرکټ

د افغانستان ۱۹ کلونو کم عمره لوبډله، د ۲۰۲۰ز کال نړیوال جام D ګروپ کې شامله ده.

سمیع الله درانی

د ۲۰۲۰ م کال د ۱۹ کلونو کم عمره لوبډلو نړیوال پنځوس اوریزجام لپاره د لوبډلو مهالوېش د اکټوبر په ۲۴ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ اعلان شو.

دا جام به د راتلونکي عیسوي کال په ۱۷ مه نېټه په سویلي افریقا کې پیل شي او د فبروري په ۹ مه نېټه به یې د دوو مخکښو لوبډلو ترمنځ پایلوبه وشي.

د نولس کلونو کم عمره لوبډلو نړیوال پنځوس اوریز جام کې ټولې ۱۶ لوبډلې شاملې دي، چې الف یا ای ګروپ کې یې نیوزیلېنډ، سریلانکا، انګلستان او جاپان لوبډلې شاملې دي.

بي یا بې ګروپ کې ویسټ انډیز، اسټرالیا، نایجیریا او انګلستان لوبډلې ګډون لري.

سي ګروپ کې بنګله دېش، زِمبابوې، پاکستان او سکاټلېنډ ځای شوي دي او ډي ګروپ کې بیا افغانستان، سویلي افریقا، عربي متحده امارات او کاناډا بختونه ازمایي.

افغانستان خپله لومړۍ لوبه د جنوري په ۱۷ مه نېټه له سویلي افریقا، دوهمه لوبه د جنوري په ۲۲ مه نېټه له عربي متحده اماراتو او دریمه لوبه د جنوري په ۲۴ مه نېټه له کاناډا سره کوي.

په لومړیو ګروپي پړاوونوکې هره لوبډله درې لوبې کوي، چې د دوه لوبو په ګټلو سره سوپر ۱۲ پړاو ته داخلېږي او ۴ ناکامې لوبډلې په لومړي پړاو کې له سیالیو بهر کېږي.

سوپر دولس پړاو کې چې هره لوبډله یوه لوبه وګټي، کواټرفاینل ته ځي او له کواټر فاینل څخه بیا د یوې لوبې په ګټلو سره نیمه پایلوبې او له هغه ځای بیا د بریالي کېدو په صورت کې پایلوبې ته لار پېدا کوي.

د نولس کلونو کم عمره لوبډلې دې پنځوس اوریز جام کې ټولې ۴۸ لوبې کېږي، چې نږدې ۴۸ ورځې دوام هم کوي.

۲۰۲۰ زېږدیزکال کې د دې جام کوربنه سویلي افریقا ده، دا د ۱۹ کلونو کم عمره لوبډلو دیارلسم پړاو جام دی، چې د دوهم ځل لپاره یې کوربتوب افریقا کوي.

۲۰۱۸ م کال کې د دې جام کوربتوب نیوزیلېنډ کړی و، چې افغانستان پکې څلورم مقام واخېست او له اسټرالیا څخه یې په نیمه پایلوبه کې ماتې وخوړه.

۲۰۱۸ م کال کې ۱۹ کلنو جام سیالیو اتلولي هندوستان وګټله، هند، اسټرالیا ته په ۸ وېکټو ماته ورکړه او د څلورم ځل لپاره یې د نوموړي جام د اتلولۍ ویاړ هسک کړ.

د ۲۰۲۰ م کال ۱۹ کلنو نړیوال جام کې ۱۱ لوبډلې د بشپړ غړیتوب لرونکې دي، افغانستان، پاکستان، بنګله دېش، سریلانکا، هندوستان، اسټرالیا، انګلستان، سویلي افریقا، ویسټ انډیز، نیوزیلېنډ او زِمبابوې فول مېمبر دي.

پنځه لوبډلو نایجیریا، جاپان، کاناډا، عربي متحده اماراتو او سکاټلېنډ بیا غوراوی یا کوالیفای کړې ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی