د افغانستان پاسپورت د نړۍ بې اعتباره پاسپورت بلل شوی

 

د پاسپورټونو په نړیوالې تازه درجه‌بندۍ کې د افغانستان پاسپورټ د نړۍ تر ټولو ټيټ اعتبار لرونکي پاسپورټ په توګه پېژندل شوی دی.

د پاسپورټونو دا تازه درجه‌بندي پرون د چنګاښ ۲۹مه د «هنلي او شرکا» شرکت خپره کړې او پکې ویل شوي چې د افغانستان پاسپورټ د بې‌اعتباره پاسپورټونو د نوملړ په پای کې راغلی دی.

د هنلي او شرکا شرکت د جاپان پاسپورټ لومړی بللی دی چې لرونکي یې د نړۍ ۱۹۳ هېوادونو ته له وېزې پرته سفر کېدلای شي.

تر جاپان وروسته د سنګاپور او جنوبي کوریا پاسپورټونه په اعتبارلرونکو پاسپورټونو کې شمېرل شوي دي.

یوه افغان دیپلومات «غوث جانباز» دې تازه خپور شوي نوملړ په اړه ویلي چې په یوه هېواد کې د امنیت نشتون، اقتصادي کمزورتیا، بې‌ثباتي او ځینې نور لاملونه دي چې پاسپورټ یې بې‌اعتباره بلل کېږي.

د یادونې وړ ده چې په دې تازه درجه‌بندۍ کې د پاکستان پاسپورټ هم څلورم بې‌اعتباره پاسپورټ بلل شوی دی.