سپورټ فوټبال

د افغانستان فوټبال غوره لیګ پچه اچونه ترسره سوه

ليکنه: صابرحميدي

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتم پړاو سیالیو کي د ګډونوالو لوبډلو ترمنځ پچه اچونه نن پنجشنبه سهار ترسره سوه.

په یاد لیګ کي لوبېدونکي ۸ لوبډلي میوند اتلان، شاهین آسمایي، طوفان هریرود، سیمرغ البرز، عقابان هندوکش، اباسین څپې، سپین غر بازان او موجهای آمو دي.

په پچونه کي یادي لوبډلي په دوو ګروپونو وېشل سوي، چي په لومړي ګروپ کي طوفان هریرود، میوند اتلان، موجهای آمو او سېمرغ البرز راووتلې او په دوهم ګروپ کي بیا شاهین آسمایي، اباسین څپې، سپین غر بازان او عقابان هندوکش لوبیږي.

ټاکل سوې د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتم پړاو راتلونکې سې شنبه د کابل په نړیوال فوټبال لوبغالي کي پیل سي.

د دې لیګ اتلولي ۴ ځلي شاهین آسمایي، ۲ ځلي طوفان هریرود او یو ځلي بیا سپین غربازانو خپله کړې.

دې لیګ ته ګډونوالو اتو لوبډلو پوره چمتوالی نیولی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړې پر دې سربیره د کندهار ولایت د ښوونې او روزنې د پوهنتون د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.