د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ پيل سو

د پنچشنبې په ورځ په کابل کي د افغانستان اتلانو فوټبال لیګ د هیواد په اتو زونونو کي د اتو اتلولو لوبډلو ترمنځ پيل سو.
د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کي د هلمند لیسه ذکور د هرات اټک انرژي لوبډلي په وړاندي ولوبېده، چي اټک انرژي ۲ ګولونه پر ۱ لیسه ذکور ته ماته ورکړه، خو په دوهمه لوبه کي بیا د کابل اُردو لوبډلي د ننګرهار جوانان وفا لوبډلي ته ۶ ګولونه پر ۲ سخته ماته ورکړه.

د افغانستان فوټبال فدراسیون وايي، چي د یادو سیالیو پچه اچونه تېره چهارشنبه  ترسره سوه، چي پکښي په لومړي ګروپ کي د هلند لیسه ذکور، د کابل اُردو، د ننګرهار ځوانان او د هرات اټک انرژي، خو په دوهم ګروپ کي بیا د بدخشان عقاب پامیر، د پنجشېر پیروزي، د لوګر اتحاد او د فارایاب خراسان لوبډلي یو ځای سوي.

د یادو سیالیو هره ورځ دوې ـ دوې لوبي ترسره کیږي او له ګروپه دوې لوبډلي دوهم پړاو ته لاره پيداکوي.
یادو لوبډلو لومړی په خپل زون کي د میشتو ولایتونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ ترسره کړې، چي په لومړي مقام ګټلو سره ئې یادو سیالیو ته لاره پيداکړه.
د زونونو ترمنځ د قهرمانۍ په نوم د فوټبال دا سیالۍ هر کال په کابل کي ترسره کیږي، چي تېر کال د سویلي حوزې څخه د کندهار شیرزي لوبډلي ګډون کړی وو.
تېر کال بیا په یاد ټورنمنټ کي د هرات سرخ پوشانو د کابل سرې میاشتي ته په ماتي ورکولو سره اتلولي خپله کړه.

په هلمند کې تازه جګړو له ۹۰۰زیاتې کورنۍ بې کوره کړي

لیکوال: ياران، جلال اباد - برخه : افغانستان

لیکنه: ظریف الله ساحل د هلمند د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس وايي’ له تېرې یکشنبې د تازه جګړو له کبله په سلګونو کورنۍ د هلمند بېلابېلو برخو ته کډه شوي دي. سید محمد رامین ... نور ولولئ