د افغانستان د درد درمل جمهوریت که امارت

لیکنه: استاد احمد جاوید مومند

د هېواد په تېرو څلورو لسیزو کې چې کومه موضوع په سیاسي او ټولنیزه سطحه د سیاست پوهانو، ځوانانو او ولسونو ترمنځ په زیاته کچه ښکته او پورته کېږي هغه دنظام د ډول او د نظام د مشروعیت موضوع ده.

د امارت او جمهوریت تاریخي شالید ته په کتو سره آیا کوم امارت چې وروسته د محمد ص رحلت څخه رامنځته شو آیا هغه امارت او خلافت د پلې کېدو وړ دی او آیا کوم جمهوریت چې ولسواکه نظامونه پکې رامنځته کېږي او ملتونه پخپله خپل برخلیک ټاکونکي دي تردې دمه پلې شوی؟

په هېڅ صورت نه ځکه کوم اسلامي اصول چې یو اسلامي نظام ته ټاکل شوې د نړۍ په هېڅ ګوټ کې نه دي پلې شوې که شوې هم دي سل په سلو کې نه دي پلې شوې که مونږ د امیر المومنین حضرت عمر بن خطاب رض امارت ته وګور نو یو عدالت محوره امارت وو چې اوس کې دا ناشونې ده نه د عمر په شان شخص شته او نه هم هغه ټولنه چې امارت پکې د تطبیق وړ وي.

د جمهوریت اصول هم تر دې دمه په نړۍ کې سل په سلو کې نه دي تطبیق شوې په ځانګړې توګه افغانستان ځکه چې دې هېواد کې په ځانګړې ډول سره سیاسي ګوندونه، او حکومتی نظامونه دومره بې کاره شوې او رسوا شوي دي چې اوس نو هغه یونیم پاخه او نوموتي شخصیتونه هم نشي کولی چې د داسې ګوندونو ،حکومتونو او نظامونو منځ کې ګټور تمام شي.

د دې لپاره چې اوس مهال افغان دولت او د طالبانو د تحریک ترمنځ د قطر په دوحه کې د امارت او جمهوریت په نوم چنې روانې دي نو لازمه ده چې په لومړي سر کې امارت او جمهوریت کلمې روښانه کړو.

جمهوریت
جمهوریت هغه نظام دی چې د نړۍ په ډیری هېوادونو کې د پلې کېدو وړ نظام دی.
جمهوری نظام هغه نظام ته ویل کېږي چې محکوم خپل حاکم او رایه اچونکي خپل استازي وڅاري.

د جمهوریت تر ټولو لوی اصل هغه ټاکنې دي چې د ټاکنو په ترڅ کې ولسمشر ټاکل کېږي دغه جمهور ریس د راًیو اکثریت پر بنسټ ټاکل کېږي او جمهور ریس بیا له بریالی کېدو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د خپل عهد ترسره کېدلو لوړه کوي.

جمهوري نظام په سیاسي علومو کې یو پېژندل شوی نظام دی چې ولسمشر پکې میراثی نه وي او د ریاست موده یې لنډه وي چې د مستقیم او غیر مستقیم په توګه ټاکل کېږي.

جمهوري نظامونو کې یو اصل ډیموکراسي یا ولسواکي ده چې ولسواکۍ پخپله په لاندو برخو ویشل کېږي:

پخپله ولسواکۍ یو واحد تعریف نه لري هر سیاسي متفکر ځانته تعریف لري ځینې وایي ولسواکي یا ډیموکراسي هغه حکومت چې د خلکو په واسط رامنځته شوی وي بيا ځینې په دې نظر دي هغه حکومت چې د ټولو حقوق پکې برابر وي او یا هم هغه حکومتونه چې پر هغه کې د خلکو حاکمیت شتون ولري او یا هم ډیموکراسي د خلکو حکومت د خلکو لخوا د خلکو په واسط.

په ډیموکراسۍ نظامونه کې آزادي ، برابروالی او په ټولو د قانون تطبیق مهم اصول دي.

د ډیموکراسۍ ډولونه
۱:ـ مستقیمه دیمو کراسي (مستقیمه ولسواکي بهترینه ډیموکراسي ده خو ستونزه دا ده چې دا ډول ډیموکراسۍ په نفوس لرونکي هېوادونو کې د پلې کېدو وړ نه دي ځکه ټول خلک نه شي کولای په ټولو چارو کې ګډون وکړي)

۲:ـ غیر مستقیمه ډیموکراسي( دا ډول ډیموکراسي د دې لپاره رامنځته شوه چې ډېر نفوس لرونکي هېوادونه له ستونزې سره مخامخ ول په غیر مستقمه والسواکۍ کې مستقیما” خلک په بنسټونو کې ګډون نه کوي بلکې د خپلو استازو په واسط ګډون کوي لکه ملي شورا)

۳:ـ ټولنیزه ډیموکراسي( په ټولنیزې ډیموکراسۍ کې ډېر پام ټولنیز اصولو ته را اړول کېږي په دا ډول ډیموکراسۍ کې په ټولنه کې د عدالت او د ثروت وېش ته پاملرنه کېږي)

۴:ـ صنعتی ډیموکراسي (دا ډول ډیموکراسي د کارګرو اصولو باندې ټینګار کوي نه یواځې دا چې ډیموکراسي سیاسي اړخ ته پاملرنه کړې بلکې اقتصادي اړخ باندې هم ټینګار دی یعني د کارګرانو حقوقو باندې هم ټینکار کوي)

۵:ـ مسیحی ډیموکراسي ( دا ډول ډیموکراسي د اروپا د مذهبي جګړو پربنسټ رامنځته شوه چې مسیحت په دوه ډولو ووېشل شو کاتولیک او پروتستانت کاتولیکانو غوښتل چې موجوده وضیعت وساتل شي خو پروتستان پلویانو غوښتل وضع تغیر ومومي د خلکو ارادې ته احترام وشي دین له سیاست څخه بېل شي)

۶:ـ څو قومي ډیموکراسي ( دا ډول دیموکراسي هغه نظامونو ته وایي چې په سیاسي قدرت کې قومي ډلې، فرهنګي ډلې او مذهبي ډلې ګدون ولري)

د جمهوریت نظام تاریخي شالید د افلاطون معروفه کتاب د جمهوریت په نوم چې ۱۳۸۰ کال مخکې له میلاد څخه لیکل شوی انعکاس موندلی او بیا ورسته له افلاتونه د ارسطو د سیاست په کتاب کې انعکاس کړی چې ډیری برخه يې د خلکو او ټولنې حقوقو باندې را څرخېږي چې جمهوریت له هماغه وخت څخه تر دې دمه دېر پرمختګونه کړي.

جمهوریت نظام خپل مشروعیت له جمهور یعني خلکو څخه اخلي او هغه هېواد چې نظام یې د خلکو په خوښه رامنځته شي دېته جمهوریت وایي.

جمهوریت په ټولو ټولنو کې یو شان د تطبیق وړ نه دی بلکې د ټولنې سیاسي، اقتصادي او فرهنګي مسایلو ته په کتو سره جمهوریت د پلې کېدو وړ ده یعنې په تولنو کې د جمهوریت موډولونه فرق کوي کېدای شي سوسیالیستي ، لیبرال او دیموکراتیک او یا اسلامي وي.

اما یو شی پکې مشترک دی هغه د خلکو ګډون او اراده ده چې په ټولو ټولنو کې د تطبیق وړ ده په جمهوریت کې ډیموکراسۍ او یا هم ولسواکۍ یو اصل دی چې د خلکو د ارادې تمثیل کوي او حاکم نشي کولی ټول عمر په خلکو استبداد وچلوي او بل دا چې په جمهوریت کې د قواوو د تفکیک شتون دی یو پر بل د نظارت حق لري او خلک کولی شي په مستقیم ډول د ولسمشر پر کاري پروسیجر نظارت وکړي.

جمهوري نظامونو کې کله چې خلک د دولت رییس ټاکي نو د اصولو نه پلې کېدلو په صورت کې خلک دا حق لري چې رییس جمهور بېرته له واکه لرې کړي *په جمهوري نظامونو کی د خلکو ګډون ،سیاسیي ګډون ، دنظارت حق مهم اصول دی چې هر هېواد دا اصول باید په خپلو نظامونو کې پلې کړي.

جمهوری نظام بیا په افغانستان کې له رامنځته کېدو څخه تر دې دمه له ډېرو کړاونو سره لاس او ګریوان وو د سردار داود خان له سپینې کودتا را په دېخوا افغانستان ډول ډول نظامونه تجربه کړل د داود خان جمهوریت ،کمونیستي نظام، مجاهدینو حکومت د طالبانو رژیم په دې ټولو کې ولسواکۍ وضعیت ښه نه وو بیا له طالبانو څخه وروسته افغانستان ته یو طلایي فرصت په لاس ورغی لومړی د اساسي قانون تصویب و چې حقوقی بنسټونه او د وګړو آزادي پکې وپېژګاندل شول.

د وګړو برابروالی ، سیاسي خلاص چاپیریال ، د بیان آزادي ، په رسنیز ډګر کې پرمختګونه ،تعلیمې بنسټونه ښوونځي پوهنتونونه د افغان وګړو پرمخ خلاص شول د ټاکنو پرمختګ دا ټول هغه څه دي چې په جمهوریت نظام کې لاسته راغلي.

خو جمهوري نظامونه بیا په وروسته پاتې هېوادونو کې سل په سلو کې د تطبیق وړ نه دي که وي هم ګدو مات جمهوریتونه به وي لکه افغانستان د دوه لسیزو په لړ کې مونږ ونه
توانیدلو چې د جمهوریت لومړني اصول هم پلې کړو یواځې د جمهوریت نوم و نو هماغه استبدادي او مصلحتي نظام چلېده او چلېږي په جمهوریت کې مهمو او ملي مسایلو کې ټول خلک د ګډون حق لري خو په افغانستان کې څو محدوده کسان دي تغیر او تبدیل شي په جمهوریت کې ټاکنې یو اصل ده خو افغانستان کې ټاکنې په نامه ترسره کېږي د خلکو ارادې ته د احترام په سترګه نه کتل کېږي.

امارت
امارت چې په راس کې یې امیرالمومنین وي چې امر یې په ټوله کې د تطبیق وړ وي د امیر المومنین کلمه د امارت څخه اخیستل شوې او معنا یې ولایت ده او امیر هغه کس ته ویل کېږي چې امر یې ټوله کې نافذ شي.

لومړنی کس چې په دې نوم ونومول شو عمر ابن الخطاب رض وو، امارت په سیاسی علومو کې کوم مشخص تعریف نلري خو دا نظام بیا ځانته ځانګړتیاوې لري دا ډول نظامونه د دې پرځای چې سیستم محوره وی فرد محوره نظامونه دی یعنې په راس کې یو امیر وي چې د امیر المونین په نوم یادیږي.

اوس که چېرې د امارت په رآس کې امیرالمومنین د عمر ابن الخطاب رض په شان شخصیت وي نو امارت یو عدالت محوره امارت وي که داسې نه وي نو بیا یو دیکتاتور او ځان منلی نظام به وي خو اوس کې نه د عمر په شان ستر او عدالت خواه شخصیت لرو او نه هم هغسې ټولنې چې دې نظام ته جوړې وي.

په ټوله کې تېرو پنځو لسیزو کې افغانستان جلا جلا نظامونه تجربه کړې پادشاهي، جمهوري او اسلامي ولې پایله یې منفې وه ځکه چې هره ډله په راس کې راغلې د نظام د پایښت لپاره یې اصول په بشپړه توګه نه دي پلې کړې.

د طالبانو اسلامي امارت په افغانستان کې هم ځانګړتیاوې او هم نیمګړتیاوې درلودې د قانون پلې کېدل په ټولو باندې خو په دې کې هم ځینې وخت افراط او تفریط کېده د افغانانو عزت او مال خوندې، زورواکۍ او واسط بازۍ په دې نظام کې شتون نه درلود خو بل پلو بیا دې نظام کې د حقوقي بنستونو نشتون، په ټوله کې د تعلیم نشتون په ځانګړې توګه د ښځو لپاره ، وګړو لپاره د آزادۍ نشتون او د ټاکنو نه ترسره کول دا هغه څه دي چې د طالبانو په امارت کې شتون درلود.

اوس دېته راځو چې یو اسلامي نظام څنګه رامنځته کېږي او کوم اصول باید ولري؟

د اسلامي دولت اساسي بنسټونه او یاهم اصول
۱ د اسلامی شریعت حاکمیت
۲ عدل او مساوات
۳ اطاعت
۴ آزادي
۵ شورا
په ټوله کې دا دواړه نظامونه هم ځانګړتیاوې او هم نیمګړتیاوې لري خو جمهوریت نظام اوس مهال په ټوله نړۍ کې د پلې کېدو وړ نظام ده ډېری اسلامي هېوادونه همدا ټایپ نظام پلې کوي حتا عربي نړۍ هم د ډیموکراسۍ په لور روانه ده او غواړي چې د جمهوریت نظام اصول پلې کړي خو دا چې په افغانستان کې جمهوریت څخه سمه ګټه پورته نشوه دې کې نو مشران ګرم دي ځکه دوی پخپله د جمهوریت اصول تر پښو لاندې کړې او جمهوري نظامونو څخه یې دیکتاتورۍ نظامونه جوړ کړل او حتا میراثي د دوه لسیزو په لړ کې د سیاست لوبغاړي همدا څو محدوده کسان دي چې تغیر او تبدیل شيي هغه ځوانان چې په زدکړو سمبال دي هغه همداسې بې کاره او بې روزګاره ګرځي ځکه جمهوري نظامونه داسې هېوادونو کې د ناکامۍ په لور روان دي او که راشو د طالبانو اسلامي امارت ته دوي هم په دې و نه توانېدل چې د اسلامي نظام اصول پلې کړي د افراط او تفریط په لور روان شول او امارت د ناکامۍ په لور روان شو او لمنځه لاړ.

درنښت

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.