د افغانستان او پاکستان درې لوبې ۲۰۲۲ کال ته وځنډول شوې

 

د افغانستان او پاکستان د درېیوو یو ورځنیو لوبو په اړه په درې ورځو کې درې ډول، ډول خبرونه خپاره شول.

لومړی خبر داسې و چې افغان کرکټ بورډ له بي پلان څخه ګټه اخلي.

پلان یې دا و چې لوبډله به لومړی پاکستان ته ځي، له هغه ځایه به دوبۍ ته ځي او بیا به سریلانکا ته B

ځي؛ خو دا پلان یې د اګسټ په ۲۳ مه د دوشنبې په ورځ په چټکۍ سره بدل شو.

د پاکستان پي ټي وي سپورټ اعلان وکړ، چې افغان لوبډله به د درې یو ورځنیو لوبو کوربتوب په پاکستان کې وکړي؛ چې دې چارې یې ډېری خلک خوښ کړل او لوبو ته یې هیلې زیاتې شوې.

خو ورپسې چټک بل خبر راغی چې د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبې په ناڅاپي ډول تر ۲۰۲۲ کال پورې وځنډېدې.

افغان کرکټ بورډ ویلي چې د لوبغاړو د سفر حالت یا د سفر پر وړاندې ستونزې او د لوبغاړو نه جوړښت هغه څه دي چې لوبې یې وځنډولې.

 

د لوبو د ځنډېدو علتونه

لومړی علت افغانستان کې د سیاسي اوضاع بدلون دی، دلته د پاسپورټ او ویزو مرکزونو سربېره بانکونه هم بند وو؛ نو دې چارې کرکټ بورډ او لوبډله له ستونزو سره مخ کړه او د لوبو کولو لپاره یې ترتیب له ستونزو سره مخ کړل.

دویمه خبره دا هم وه، چې لوجیسټیکي ستونزې وې افغان کرکټ بورډ ونه شو کولای، چې لومړی سریلانکا او بیا پاکستان کې د لوبو لپاره ټول لوازم ترتیب کړي او اوس چې اووه ورځې پاتې دي؛ نو نه شي کولای، چې د لوبغالي او لوبلړۍ ټول اړین توکي پوره کړي.

درېیمه خبره لوبغاړو دا کړې چې دوی ذهناَ چمتو نه دي، ځکه د وطن حالاتو د دوی اذهان مخشوش کړي دي او نه شي کولای چې په ډاډه زړه لوبې وکړي.

د لوبو ځنډېدو کې ښایي یواځې د افغان کرکټ بورډ او لوبغاړو لاس نه وي، دې کې د پاکستان لاس هم شته.

ځکه د پاکستان تکړه لوبغاړي لکه بابراعظم، محمد رضوان، شاهین افریدي او حسن علي ته د افغانستان پر وړاندې لوبو ته دمه ورکوله؛ نو پاکستان په دوو جالونو کې ګېر و، که چېرې یې لوبغاړي لوبول؛ نو هغوی زیات ستړي دي او که یې نه لوبول افغان لوبډلې ترې لوبې ګټلای شوای؛ نو له دې وېرې هم پاکستان د لوبو ځنډېدو ته ښه راغلاست ووایه او لوبې یې وځنډولې.

 

وروستي مطالب