د ۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو د دفاعي اتلې ویسټ انډیز او د کرکټ نړیوالې شورا سره په دې وروستیو کې د پوره غړیتوب ترلاسه کوونکې لوبډلې، افغانستان ترمنځ د سیالۍ خبر ورکړل شوی.
د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ ۵۰ اوریزه نړیوال جام سیالیو ته د ورتګ په موخه د غوراوي پړاو سیالیو مهالویش اعلان شو، چې د ۲۰۱۸ م کال د راتلونکې مارچ میاشتې په ۴ مه نېټه پیلیږي.
د سیالیو د مهالویش له مخې افغان لوبډله په دویم ګروپ کې د زیمبابوې، سکاټلینډ، هانګ کانګ او د ورلډ کرکټ لیګ ډیوژن ټو سیالیو دویم مقام ګټونکې لوبډله، چې لا تر اوسه نه ده په ډاګه شوې، شامله ده.
خو د دې سیالیو وړاندې به افغان لوبډله دوه تمریناتي سیالۍ ترسره کړي، چې په لمړۍ سیالۍ کې به د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې خلاف د فیبرورۍ میاشتې په ۲۷ مه نېټه په سیالۍ کې سره مخامخ شي.
همدا راز د غوراوي پړاو سیالیو وړاندې د مارچ میاشتې په لمړۍ نیټه به په دویمې تمریناتي سیالۍ کې د هالینډ خلاف د لوبې ډګر ته ووځي.
افغان لوبډله به په خپلې لمړۍ سیالۍ کې د مارچ په ۴ مه نېټه د سکاټلینډ، د مارچ په ۶ مه نېټه د زیمبابوې، د مارچ په ۸ مه نیټه د هانګ کانګ او د مارچ په ۱۰ مه نېټه به د ډیوژن ټو دویم مقام ګټونکې لوبډلې په خلاف ولوبیږي.
د کرکټ نړیوال جام غواروي پړاو سیالیو څخه به د انګلستان په کوربه توب د ۱۲ م پړاو ۵۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو ته، چې د ۲۰۱۹ م کال د مۍ میاشتې د ۳۰ مې نیټې څخه پیلیږي؛ دوه لوبډلې لار پیدا کړي.
د بې وسۍ انتها؛ پلار مې پڼځوس کلن بوډا ته واده کړم
Advertisements سهار وختي له کوره د پوهنتون په لور پر لاره و، چې ناڅاپي مې سترګې په يوې داسې مېرمن ولګېدې، چې ظاهري حالت يې له وايه وضاحت ته اړتيا نه درلوده. تر ستړي مشي ... نور ولولئ