سپورټ

د افغانستان او بنګله دیش د سیالیو مهالویش اعلان شو 

د افغانستان او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د راتلونکو ۳ شل اوریزه کرکټ سیالیو مهالویش اعلان شو.

د افغانستان په کوربه توب په هندوستان کې د دواړو افغانستان او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ شل اوریزه سیالۍ پلان شوې، چې د راتلونکې جون میاشتې د ۳ مې نیټې څخه پیلیږي.

 د کرکټ نړیوالې شورا د خبر پاڼې له مخې د افغانستان کرکټ بورډ د بنګله دیش خلاف د هندوستان دهرادون په راجیو ګاندي نړیوال سټیډیوم کې د خپلو راتلونکو ۳ شل اوریزه کرکټ سیالیو نیټې اعلان کړې، چې د راتلونکې جون میاشتې په دریمه نیټه به دواړه لوبډلې په لمړۍ ۲۰ اوریزه کرکټ سیالۍ کې سره مخامخ شي.

همدا راز دویمه سیالي به د همدغه جون میاشتې په ۵ مه او وروستۍ دریمه ۲۰ اوریزه سیالي به د جون میاشتې په ۷ مې نیټې سره ترسره شي.

له دې وړاندې دواړه افغانستان او بنګله دیش د ۲۰۱۴ م کال د کرکټ ۲۰ اوریزه نړیوال جام کې سیالیو کې د لمړي ځل لپاره په یوه ۲۰ اوریزه سیالۍ کې سره مخامخ شوې وې، چې پکې افغانستان بنګله دیش ته ماتې خوړلې وه.

د افغانستان او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ شل اوریزه سیالیو مهالویش په داسې مهال سره اعلانیږي، چې د همدغه میاشتې په ۱۴ مه نیټه افغان کرکټ ملي لوبډله په خپلې لمړۍ تاریخي ټیسټ لوبه کې د هندوستان خلاف د سیالۍ ډګر ته ځي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی