د افغانستان اوسنۍ اوضاع او پاکستان سره د کرکټ لوبو برخلیک

 

دا چې افغانستان کې اوس حالت نازک دی؛ نو ډېری افغانان له دې حالت څخه کړېږي او له پاکستان څخه ګیله لري.

دوی وایي پاکستان طالبان روزي او بیا یې افغانستان ته د جګړې لپاره راستوي او دلته یې د افغانستان اسلامي جمهوریت سره جنګوي.

هغه څه چې پاکستان په وار وار رد کړي دي.

 

د لوبو په اړه د افغانانو نظر

ډېری افغانانو پر خپلو ټولنیزو رسنیو ګڼونونو یا اکاونټونو لیکلي دي، چې پاکستان سره باید راتلونکې سپټمبر میاشت کې درې یو ورځنۍ لوبې لغوه شي.

دوی دلیل دا ښودلی چې پاکستان زموږ وطن ویجاړوي؛ نو ډېپلوماتیکي اړیکې او لوبې هم باید ورسره ختمې شي.

تېر ۲۰۱۸ کې هم افغان کرکټ بورډ له پاکستان سره د درې شل اوریزو لوبو لړۍ لغوه کړې وه؛ هغه مهال د کابل په وزیر اکبر زنبق څلور لاري کې ستره چاودنه شوې وه او افغان حکومت یې مسوول پاکستان بللی و.

اوس یو ځل بیا هغه حالت دی؛ خو دا ځل د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د جګړو شدت دی، چې ولسوالۍ او د ځېنو ولایتونو مرکزونه د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.

خو د افغانانو دې نظر ته چې له پاکستان سره دې لوبې لغوه شي، ځېنې افغان کرکټ څارونکي ځوابونه ویلي دي.

 

د کرکټ څارونکي جعفر هاند لیکلي

«له پاکستان سره د کرکټ‌ لوبې وشي که نه؟

د وطن حالات بیخي زړه ماتوونکي دي، الله دې ورحمیږي. د وطن سره یوه بله مهمه تړلې مسئله له پاکستان سره د افغانستان د کرکټ درې لوبې دې چې بله میاشت پلان شوي دي. روانو حالاتو ته په کتو ځینې افغانان د دغو لوبو لغوه کېدل غواړي. دا د کرکټ‌ د نړیوالې شورا له لوري تنظیم شوي او د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته د مستقیم ورتګ لوبې دي. هر بری یې ۱۰ او مساوي یې پنځه نومرې لري. که افغانستان دا لوبې ونکړې شاید ټولې نومرې (۳۰) پاکستان ته ورکړل شي؟ یا ممکن مساوي ووېشل شي، نپوهېږم؟

 تاسو یې راته ووایاست،‌ له پاکستان سره دا لوبې وشي؟

۱.هو

»۲.نه.

بختیار ساحل لیکلي دي

«د پاکستان خلاف د کرکټ را روانې لوبې؛

لوبې د ۲۰۲۳ زیږدیز کال نړیوال جام لپاره د لارموندنې په پار دي.

که یې نه کوو، نو مفته کې به پاکستان ته دېرش نمبرې ورکړل شي.

نو له دښمنه به هېڅکله تېښته نه کوې؛ د نرغوندې به یې په هر ډګر کې مقابله کوې.

دا د بزدلانو خبرې پرېږدئ چې پاکستان سره لوبې لغوه کړئ، سفیر یې وشړئ، دروازې بندې کړئ….

راځئ چې ځانونه یې د مقابلې کړو.

دښمني په لغوه کېدو او تشو شعارونو نه کېږي….

که نران یاست د خپلې لوبډلې بې ساري ملاتړ ته کمپاین وکړئ».

 

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا جوړې شوې لوبې او افغان لوبډلې ته یې ګټه

له پاکستان سره د درېیوو یو ورځنیو لوبو تنظیم د کرکټ نړیوالې شورا په چوکاټ کې شوی دی.

افغان لوبډله اوس تازه د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړې شوې ده، کله چې د کرکټ نړیواله شورا په کلني مهالوېش کې لوبې ترتیب کړي، نو لوبډلې مکلفې دي، چې لوبې وکړي؛ که چېري کومه لوبډله انکار کوي؛ نو کرېډېټ یې ټول چمتو لوبډلې ته ورکول کېږي.

اوس که افغان لوبډله دا لوبې ونه کړي او پاکستان خپل چمتو ترسراوي ته وښيي، نو ۳۰ پواینټونه د پاکستان لوبډلې ته ورکول کېږي.

نو افغان لوبډله چې دا لوبې وکړي ګټه یې شته او که یې ونه کړي، نو تاوان کوي.

بله خبره دا ده که افغان لوبډله لوبلړۍ وګټي، د نړۍ په کچه به تاریخ جوړ کړي او د افغانستان په کرکټ کې به دا یو تلپاتې خبر وي او افغانان به پرې فخر کوي.

بل اړخ یې دا دی چې د ۲۰۱۹ نړیوال په لړ کې افغانان له خپلې لوبډلې ناراضه شوي دي او د دې لوبو په ګټلو سره کولای شي، چې بېرته محبوبیت ومومي.

 

وروستي مطالب