مارچ 8, 2021

د افغانانو یو استنثايي بدلون؛ د اوربند په اړه د یو شمیر فعالانو څرګندونې

Advertisements

راپور: محمد عزيز پردېس
شاوخوا درې مياشتې وړاندې د کابل او هلمند په شمول د هېواد په مختلفو سيمو کې د پرلت خېمو په منځ ته راتللو د ستړو او جګړه ځپلو افغانانو له لوري د جګړې د درېدلو او د سولې د راتګ لپاره عملي مبارزو رنګ واخېست. څه کم ۴۰ کاله کېږي چې افغانان د پردۍ او خونړۍ جګړې څخه رنځ وړي او لا هم دې جګړې ته د پای ټکی نه دی ايښودل شوی. ماشومان ځوانان شول، ځونان د پاخه عمر خاوندان شول او د پاخه عمر لرونکي د همدې سربداله جګړې په ترڅ کې سپن ږيري شول، خو د سولې آرمان ته ونه رسېدل. که د هېواد د هر قوم، ژبې، نژاد او سيمې اوسېدونکي څخه وپوښتې چې ستا يوازينۍ او ستره هيله څه ده؟ نو دوی به درته پرته له مکثه ووايي: سوله، سوله، سوله…
په هر صورت، د کابل پرلت د تېرو درې ميتاشتو په لړ کې په بار بار خپلو غونډو کې د لر او بر د مسئلې ترڅنګ، د جګړې په خپلو اړخونو غږونه وکړل چې نور دې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او حد اقل د درې مياشتو لپاره دې اوربند اعلان کړي، همدغه غوښتنې د هېواد په مختلفو سيمو کې د پرلت خېمو مبارزو او با احساسه افغانانو له لوري بدرګه شوې او اوس هم پرې ټينګار روان دی. له بلې خوا ډېره موده وړاندې د هلمند پرلت خېمې څخه يو شمېر با احساسه ځوانانو د سولې د پيغام د لېږد په موخه له هلمنده، کابل ته پلي سفر پيل کړ چې ياد سفر لا تر ننه نه دی بشپړ شوی او نوموړي ځوانان ښايي د اختر په څلورمه کابل ته راورسېږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر له طالبانو سره روغبړ کوي- کابل ښار

د کمکي اختر نه څو ورځې وړاندې افغان حکومت د يوې اعلاميې په صادرولو د اختر له اوه ويشتمې تر پنځمې نېټې پورې د طالبانو سره د اوربند اعلان وکړ، طالبانو هم ياد غږ بدرګه کړ او يوازې د اختر درې ورځې يې د افغان دولت پر وړاندې د اوربند خبر ورکړ.
خبریال ذبیح الله غازي د حکومت رینجبر په بانټ د افغان او طالب سرتیري ترمنځ

ياد اوربند د افغان ځورېدلي ولس او نړيوالو د تود هرکلي سره مخ شو. خو بيا هم ډېرو افغانانو ورته د شک په سترګه کتل، د کوچني اختر په پيلېدو سره سم ډلې ډلې طالبان د خپلو وسلو سره د هېواد ښارونو ته رامات شول چې خلکو ورته په ډولونو او اتڼونو ښه راغلاست ووايه. ياران ته د رارسېدلو رپوټونو په اساس تقريبا په ټول افغانستان کې طالبان وروسته له ډېرې مودې ښارونو کې د عامو خلکو سره يوځای شول، د ښارونو څخه دولتي چارواکي او ښاريان لرې پرتو سيمو ته لاړل او ټول افغانان اختر پرته له وېرې په ګډه سره نمانځي.

دا دوه درې ورځې په رسنيو او ټولنيزو رسنيو کې پرته له اوربند څخه کومه بل خبر نه تر سترګو کېږي او هېوادوال له بل هر وخته دې لنډمهالي اوربند ته خوشحاله دي او د دې اوربند د غځېدو هيله کوي.
دلته مو په ټولنيزو رسنيو کې د اوربند په هکله د ځينو هېوادوالو احساسات او نظريات راټول کړي چې تاسو سره يې شريکوو:
ليکوال او ژورنالېست ګل رحيم نيازمن په خپل فېسبوک پاڼه ليکلي:

«د کندوز د چوک په سر یو وخت همدغه طالبان ولاړ وو خو حالات بل ډول وو, اوس یې په راتګ خلک خوشاله دي.»

د هېواد پياوړی ليکوال نعمان دوست وايي:
اوربند دې دایمي شي چې بهرنیان ځان سره ووايي:

«نو موږ دلته څه بلا غواړو!»

د افغانستان د سياسي چارو څارونکی او پياوړی ليکوال مشتاق رحيم بيا داسې ليکلي:

«د اوربند او ممکنه د سولې د مذاکراتو اړونده کرېډیټ په سر جنجال مه کوئ؛ هر هغه څوک چې که لس ګامه یې اخیستي که یوه کرښه لیکنه یې کړې په نمانځلو او ستاېلو ارزي، دا ګډ کار دی، د ټولو کار دی، چا لږ کړی چا ډېر!
همدا راز، هغه چا چې پکې هلې ځلې کړي، له ولسمشره تر عادي وګړي، بدله دې یې له ربه وغواړي، د افغانستان جهاد به ترې نه جوړوو، معامله د رب سره ساتل دي.
په دې کرېډيټ اخېستلو او کرېډيټ ورکولو ېا نه ورکولو له اصلي موضوع نه پام مه اړوئ!
ټینګار وکړئ: اوربند دې وغځېږي، د سولې مذاکرات دې پېل شي.»

د پښتو ژبې ماهر ليکوال او ټولنيز فعال بهيج عثماني بيا متفاوت نظر لري:

«ډېرې او سترې تمې مه لرئ‌ او مه د خلکو تمې ډېروئ.
اوس ټوله هڅه دا ده چې د ډېرې لنډې مودې لپاره اوربند وغځېږي او چې څومره اوربند غځېږي په هماغه کچه به د جګړې مذهبي او ديني اړخ پيکه کېږي او طالب سرتېري به عادي ژوند ته راستنېږي. مګر کله چې د دايمي سولې خبرې دويم پړاو ته ننوځي ممکن تر وروستۍ پايلې پورې څو کالونه وخت ونيسي. له ښاغلي حکمتيار سره د سولې خبرې او بهير يې يوه ښه بېلګه ده.»

لیکوال او شاعر عرفات پردېس د اوربند د بدرګې ترڅنګ دا هيله لري:

«اشرف غني که واقعا متفکر او قوي سياست مدار وي، امريکايي چارواکو ته دې قناعت ورکړي، چې مناسب وخت کې خپل پوځيان له افغانستان نه وباسي او دغه د سولې او اوربند پروسه دې په ښه شکل مدیریت کړي.
افغانان له جنګ ستړي او د سولې تږي دي، ښه بېلګه يې همدا اوسنی اور بند دی.»

د ټولنيزو رسنيو فعال او ژورنالېست عزت الله پامير:

«په ایمان یې ووایه طالب ګله! په ژوند کې دې بل داسې اختر تېر شوی؟
زموږ اخترونه خو ستاسې له لاسه په ویر وو، د دې تېرې روژې نږدې ټول روژه ماتي مو د اوښکو سره کړي دي، اوس خو دې ولیدل چې د درې ورځو اوربند په خاطر هماغه ولس څومره مینه درکوي، چې ستا، بمونه، مرمۍ او د ځانمرګو او موټربمونو چرې د هغوی د پلرونو، وروڼو، اولادونو او… په سینو کې سړیږي.
نور نو بس دی، د پردیو لخوا تپل شوې جګړې ته نه ووایئ او د اختر په څلورمه دا ولس په خپله دې خوښۍ مه پښيمانه کوئ.
سوله وکړئ، سوله کې خیر دی.»

ليکوال او د ټولنيزو رسنيو فعال اباسين بريالي بيا په خپل فېسبوک د يو ملي پوليس او طالب روغبړ بيا داسې انځور کړی دی:

«سرباز له ټانګه راښکته کېده طالب د سړک په څنډه ولاړ و، تر چې د اختر مبارکۍ د روغبړ لپاره یې غېږې سره ورکولې، طالب ور غږ کړل;
راځه ! ته چې ومرمې کور ته د یولک افغانۍ درلېږي، زه چې ومرم ایله یوه ترانه راباندې جوړه کړي.
ددې جنګ بېراني زښت زیاته ده.
د ملګري نجیب فکرمن خپله پرونۍ مشاهده وه نن یې میدان کې راته یاده کړه.
#اوربند_سوله»

له بلې خوا د ملګرو ملتونو دفتر په خپل رسمي ټوېټر ليکلي دي چې، په افغانستان کې د سولې په باب يوه نوې کړکۍ پرانېست کېدونکې ده.

فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ