د اعتماد په نفس لوړولو لپاره اووه تمرینونه

ژباړه

١ – تل د مخکښو خلکو په کتار کې کېنئ.
٢ – د نورو سترګو ته کتل تمرین کړﺉ.
نورو ته نه کتل دوې ماناوې لري:
الف؛ د هغه/ هغې په وړاندې د ګناه احساس
ب؛ د مقابل کس په وړاندې د کمزورۍ احساس
٣ – د لارې تګ مو چټک کړﺉ، د بدن حرکتونه د ذهن د غبرګون پایله ده.
هغه کسان چې اعتماد په نفس یې لوړ دی په لاره تګ یې منډې وهلو ته ورته دی، لکه مهم ځای ته چې ځي یا مهم کار لري. دا تکنیک وکاروﺉ ترڅو د بهرني چاپېریال مفکوره ستاسې په وړاندې تغییر وکړي.
٤ – په لوړ غږ او جدي وغږېږﺉ.
٥ – د روغبړ پر وخت جدي اوسئ.
٦ – په یوې غونډه کې خپل نظر وړاندې کړﺉ.
خندان اوسئ. ستاسې موسکا د اعتماد په نفس لپاره تر ټولو غوره درمل دي.

نورې سپارښتنې

١ – هڅه وکړﺉ تل ښه او غوره کالي واغوندﺉ.
٢ – په هره ټېلفوني اړیکه کې ځان مقابل کس ته معرفي کړﺉ.
٣ – د هر کار په وړاندې چې تاسې ته یې ترسره کوي، د منندوی/ منندویه یم لفظ وکاروﺉ.
٤ – باوري، تاند او په چابکو ګامونو تګ وکړﺉ.
٥ – هېڅکله ځان له نورو سره مه پرتله کوﺉ.
٦ – تل په مثبته ژبه له نورو سره خبرې کوﺉ.