مارچ 2, 2021

د اسیا جام وړاندې بنګله دیشۍ لوبډلې ته بد زیری 

د بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلې د پیاوړي الراونډر شاکیب الحسن لوبیدل په راتلونکي اسیا جام سیالیو کې شکمن شول.

د بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلې مشر نظم الحسن چوهدري خبرداری ورکړ، چې د شاکیب الحسن سره یې خبرې کړي دي او ښکاري داسې چې په راتلونکي اسیا جام سیالیو کې و نه لوبیږي.

نظم الحسن د شاکیب الحس د نه لوبیدو دلیل د هندوستان، سریلنکا او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په روان ۲۰۱۸ م کال کې د تیر شوي هیرو نیډاس ۲۰ اوریزه کپ سیالیو پای لوبې کې د هغه د ټپي شوې ګوتې عملیات یاد کړی دی.

نوموړي ویلي، شاکیب الحسن څخه یې په لمړیو کې غوښتنه کړې وه، تر څو دغه عملیات د اسیا جام سیالیو وروسته ترسره کړي، خو وروسته یې پریکړه بدله کړه او دغه لوبغاړي ته خوښه ورکړه.

ویل شوي شاکیب الحسن په اسیا جام کې د لوبیدو پر ځای د ګوتې عملیات ته اولیت ورکړی دی او ښآيي په اسیا جام سیالیو کې ګډون ونکړي.

بنګله دیشي کرکټ بورډ ویلي، د اسیا جام ۵۰ اوریزه سیالیو ته یې د لوبغاړو ۳۱ کسیز لیست اعلان کړی دی، چې پکې شاکیب الحسن هم شامل دی، خو که چیرې دغه لوبغاړی ګډون ونه کړي، پر ځای به یې بل لوبغاړی ته وخت ورکړل شي.

د نړیوال کرکټ په ۵۰ اوریزه سیالیو کې لمړی مقام لرونکی الراونډر شاکیب الحسن اوس مهال د حج د فریضې د اداء  کولو په موخه سعودي عربستان ته تللی دی او د راستنیدو سره سم یې د عملیات پریکړه کړې ده، چې تر ۶ اونیو پورې به په نړیوال کرکټ کې نه وي.

د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ اسیا جام ۵۰ اوریزه سیالۍ د راتلونکې سیپټمبر میاشتې په ۱۵ مه نیټه پیل کیږي، چې پکې افغانستان، پاکستان، هندوستان، سریلنکا، بنګله دیش او یوه بله لوبډله شامله ده، چې لا تر دې مهاله نه ده معلومه شوې.

د الوتنې مکمل ښځینه ټیم؛ له کابله تر هراته ۹۰ دقیقې تاریخي الوتنه

لیکوال: مهر تاج - برخه : افغانستان

له کابل څخه تر هرات پورې ۹۰ دقیقې الوتنه په افغانستان کې تاریخي وبلل شوه، ځکه چې د پیلوټانو په شمول ټولې الوتکې عمله ښځېینه وي. خصوصي هوایي شرکت “کام ایر” دغه الوتنه ولمانځله ، ... نور ولولئ