ليکنه: مدثر دعوت
„حوا،مريم،عايشه„ د صحرا کريمي له لوري جوړ سوی لومړنی فلم دی.صحرا کريمي ځوانه فلم جوړوونکې ده،ياد فلم يې په نړيواله سطحه نندارې ته وړاندي کړ چي د فلم جوړوونکو او د مشهورو نړيوالو فلمي لوبغاړو له لوري وستايل سو.
دا فلم د ۳ افغان ښځينوو پر ژوند جوړ دی چي پر کورني ناخوالو،ټولنيزو محدوديتونو او نور برخو راګرځي.
ددې فلم يو ځانګړتيا او توپير دادی چي څنګه يوه ښځه د نارينوو تر تاثر لاندي يوه مذهبي ټولنه کي مور کيږي ياهم خپل ماشوم په بطن کي له منځه وړي.
دا فلم د ۲۰۲۰ز کال اسکار ۹۲يم پړاو جايزې لپاره چي د امريکا په لاس انجلیس ايالت کي يې مراسم ترسره کيږي،هم د افغان فلم له لوري کانديد دی.
کريمي وايي د حوا،مريم،عایشه په نوم فلم د رواني ډسمبر مياشتي په نهمه نيټه د لومړي ځل لپاره په ايران کي هم نندارې ته وړاندي سو،چي د ګرم استقبال او ښه راغلاست سره مخ سو.
تر دې وړاندي هيڅ يو افغان فلم په ايران کي نندارې ته نه وو وړاندي سوی.
د روژې میاشت کې نارینه له مېرمنو سره څه ډول چلند کوي؟
هر فصل خپله اب و هوا او حاصل لري چې دا فصل بیا په همدې میوو او حاصلاتو پیژندل کیږي. روژه چې یوه مقدسه میاشت ده د ځانګړو عباداتو درلودونکې ده؛ عبادت یې ځانګړي ثوابونه ... نور ولولئ