د ښځينه کرکټ لوبډلو ترمنځ اووم پړاو نړیوال شل اوریز جام د فبروري په ۲۱مه په اسټرالیا کې پیل شوی و، د یکشنبې پر ورځ د مارچ په اتمه پایته ورسېد.
په دې جام کې لس لوبډلې ولوبېدې، چې اسټرالیا، نیوزیلېنډ، انګلستان، سویلي افریقا، ویسټ انډیز، پاکستان، تایلېنډ، سریلانکا، بنګلهدېش او هندوستان لوبډلې پکې شاملې وې.
د انګلستان، اسټرالیا، هندوستان او سویلي افریقا کرکټ لوبډلې تر نیمه پایلوبو رارسېدلې وې.
پاکستان، تایلېنډ، سریلانکا، بنګلهدېش، ویسټ انډیز او نیوزیلېنډ ښځینه کرکټ لوبډلې لومړي پړاو کې بهر شوې.
لومړۍ نیمه پایلوبه چې تمه وه د انګلستان او هند ترمنځ ترسره شي، باران لغوه کړه او هندۍ ښځینه لوبډله مستقیاً پایلوبې ته ورسېده او دویمه نیمه پایلوبه کې استرالیا د افریقا لوبډلې ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته ورسېده.
د ښځینهوو نړیوال شل اوریز جام د اسټرالیا پینځم ځل اتلولي
د یکشنبې پر ورځ د پایلوبې لومړۍ توپوهنه اسټرالیا وکړه، دې لوبډلې په شل اورونوکې د څلورو لوبغاړو په سوځېدلو سره د وېکټ ساتونکې توپوهونکې الیسا هیلي د ۷۵ منډو او د بېت موني د ۷۸ ناسوځېدلو منډو په مرسته ۱۸۴ منډې وکړې.
هندوستان په ۱۹ اعشاریه یو اورونوکې د ۱۰ لوبغاړو په سوځېدلو سره ۹۹ منډې وکړې او لوبه ترې استرالیا په ۸۵ منډو وګټله.
دا پینځم ځل دی چې اسټرالیا نړیوال جامونه ګټي.
د ښځينهوو نړیوال جامونه د لوبډلو اتلولي
۲۰۰۹م د دې جام اتلولي انګلستان ښځينه لوبډلې وګټله، ۲۰۱۰، ۲۰۱۲، ۲۰۱۴ م کلونو کې اسټرالیا وګاټه، ۲۰۱۶م ویسټ انډیز وګاټه او یو ځل سویلي افریقا په ۲۰۱۸م کې ګټلی دی.
۲۰۲۰م کې یو ځل بیا اتلولي اسټرالیا واخیسته او د پینځم ځل لپاره یې په ښځينه شل اوریز جام کې اتله شوه.
اتم پړاو ښځينه نړیوال شل اوریز جام به ۲۰۲۲م کې کېږي او کوربتوب به یې سویلي افریقا وکړي.
راشدخان: د یوه قوي ټیم درلودلو لپاره اړتیا ده، زیاتې ټیسټ لوبې وکړو
لیکنه: محمدصابر حمیدي د ایسفاین کرکی انفو د راپور له مخي د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړي راشدخان ویلي، چې که موږ په کال کې له درې ـ څلورو لوبو ډېرې ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي