مارچ 6, 2021

د اسټرالیا بیګ باش لیګ سیالۍ د ظاهرخان په لوبه پيل شو.

Advertisements

د نړۍ د غوره لیګونو په منځ کې د اسټرالیا سوداګریز کرکټ لیګ یا بېګ باش هم یو غوره لیګ دی، په دې لیګ کې سږ کال پنځه افغان لوبغاړي اخېستل شوي دي، چې محمدنبي عیسی خېل، راشدخان ارمان، قېس احمد، مجیب الرحمن او ظاهرخان پکتین یې برخه دي.
د سه شنبې په ورځ د ډېسمبر په ۱۷ مه نېټه د اته لوبډلو په ګډون دغه لیګ پیل شو او تر ۲۰۲۰ کال فبروري میاشت پورې دوام وکړي.
پرون ۱۲ بجې او ۴۰ دقیقې د مجیب الرحمن او ظاهر خان دې اړوند لوبډله برېسبېن هیټ له سېډني تندر لوبډلې سره لومړۍ لوبه وکړه،چي لوبه بريسبين هيټ لوبډلي د ۲۹ منډو په توپير بايلوله،او ظاهر خان په ۴ اوورونو کي ۲۷ منډي ورکړې خو ويکټه يې وانخيسته.
سيدني تندر لوبډلي په ۶ ويکټو ۱۷۳ منډي هدف وټاکی خو بريسبين هيټ لوبډلي يوازي ۱۴۳ منډي وکړې او ټوله لوبډله يې وسوځيده.
مجیب الرحمن له دې وړاندې په بي پي ایل کې د کومېلا واري یرز لوبډلې سره لوبېده؛ خو دا چې د بېګ باش لیګ تر بي پي ایل غوره لیګ دی؛ نو مجیب به د بنګله دېش لیګ د بېګ باش لیګ لپاره پرېږدي او اسټرالیا ته به ځي.
تر اوسه مجیب الرحمن د اسټرالیا لیګ ته نه دی رسېدلی او ظاهرخان بیا په برېسبېن هیټ لوبډله کې یوولس کسیز نوملړ کې ځای کړی شوی دی.

دا لومړی ځل دی، چې ظاهرخان په دغه لیګ کې اخېستل شوی دی.
بېګ باش لیګ شا او خوا ۵۲ ورځې دوام کوي او ټولې پکې ۵۹ لوبې کېږي.
تېر کال د دې لیګ اتلولي برېسبېن هیټ لوبډلې ګټلې وه او سږ کال به له خپلې اتلولۍ د دفاع هلې ځلې کوي.
د هیټ لوبډلې لوبډلمشر کرېس لیین دی او د سېدني تندر لوبډلې لوبډلمشر بیا کالم فرګوسن دی.
قېس احمد چې لیګ برېک بالر دی له هوبرټ هرېکېنز لوبډله کې اخېستل شوی او جمعې په ورځ یې لوبډله له سېډني سېکسرز لوبډلې سره مخ ده.
محمدنبي عیسی خېل چې له مېلبورن رېنېګېډز لوبډلې سره لوبېدلی، سږ کال بیا همدې لوبډلې پېرلی او د پنجشنبې په ورځ یې له سېډني تندر لوبډلې سره لوبه ده؛ خو محمدنبي عیسی خېل بیا د بنګله دېش سوداګریز کرکټ لیګ کې د رنګپور رېنجرز لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوی او دوه لوبوکې یې دواړه بایللي دي.
راشدخان په اډیلایډ سټرایکرز لوبډله کې اخېستل شوی او د شنبې په ورځ یې لوبډله لوبه لري.
[quads id=1]