د اسلامي همکاریو سازمان: د افغانستان په اړه باید همغږي ډېره شي

د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان وايي تمه لري چې د افغانستان په اړه د هېوادونو ترمنځ همغږي ډېره شي.

ددغه سازمان چارواکو د غونډې تر پیل مخکې په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، دوی تمه لري چې اسلامي هېوادونه له افغانستان سره بشردوستانه مرستې ډېرې کړي او له دغه هېواد سره په بېلو برخو کې همکاري ولري.

د سرچینې په خبره د اسلامي هېوادونو مسوولیت دی چې په افغانستان کې د میلیونونه انسانانو ژوند وژغوري او له دوی سره پر وخت همکاري وکړي.

دوی همدا راز ټینګار کړی چې د افغانستان په اړه باید د اسلامي هېوادونو همغږي نوره هم پیاوړې شي او له دغه هېواد سره د پراخو مرستو ژمنه وکړي.

ټاکل شوې چې د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان خپله اوولسمه غونډه نن په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه جوړه کړي. امریکا هم ددې غونډې هرکلی کړی دی.

د یادونې ده چې تېره ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د افغانستان په اړه د روسیې، چین، امریکا او پاکستان راتلونکې غونډه به نن یکشنبه په اسلام اباد کې جوړېږي.

د زخارووا په خبره غونډه د روانې میلادي میاشتې په ۱۹مه جوړېږي او په هغه کې به د یادو هېوادونو استازي د افغانستان پر روان وضعیت او له دغه هېواد سره پر مرستو او همکاریو خبرې کوي.

د ترویکا د غونډو لړۍ د روسیې له لوري پیل شوې چې په هغه کې د افغانستان پر سولې او دایمي ثبات خبرې کېږي.

تر اوسه نه ده معلومه چې دغه غونډې ته به د نوي حکومت پلاوی هم وبلل شي کنه.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله