د اسلامي همکاریو سازمان: افغانستان ته باید خپلې مرستې ورسوو

د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان له افغانستان سره د مرستو پر میکانیزم هوکړه کړې ده.

ددغه سازمان د ځانګړې غونډې په پای کې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د اسلامي هکاریو نړیوال سازمان به له افغانستان سره بشردوستانه مرستې کوي، د خوړو د خوندیتوب په برخه کې به مرسته کېږي، د روغتیايي مرستو لړۍ به پیلوي، له نړیوالو بشردوستانه بنسټونو سره به افغانستان ته د مرستو رسولو پر څرنګوالي بحثونه کوي، د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو لپاره به هڅه کوي، دغه سازمان د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ټاکلی او هغه به د بشردوستانه خدماتو په برخه کې کار او همکاري کوي، همدا راز به یاد سازمان د بشردوستانه خدماتو لپاره د مرستو یو صندوق جوړوي.

دغه سازمان په خپله اعلامیه کې ټینګار کړی چې افغانستان پراخو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او دوی به خپلې همکارۍ نه سپموي.

په ورته وخت کې امریکا د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان له پرېکړو هرکلی کړی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټوماس ویسټ په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي، په ټوله کې د اسلامي همکاریو د سازمان له غونډې او د افغانستان په اړه ددغه سازمان له پرېکړو هرکلی کوي.

سرچینه وايي امریکا ددې ملاتړې ده چې له افغانستان سره بشردوستانه مرستې وشي او په دې اړه د اسلامي هکاریو سازمان پرېکړې او غوښتنې د پام وړ دي.

هغه همدا راز دا اقدام هم ستایلی چې د اسلامي همکاریو سازمان به د افغانستان په اړه ځانګړی استازی ګوماري او هغه به له دې هېواد سره د بشردوستانه مرستو د همغږي کولو او تنظیم مسوولیت لري.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله