د ازموینو پرمهال له ویرې د خلاصون لپاره دا لیکنه ولولئ

ليکنه: حامد مشواڼی
د ازموينو په رارسېدو سره زده کونکي/محصلين د ازموينې څخه د وېرې په رنځ اخته کېږي. له ازموينو څخه وېره د زده کونکو/محصلينو په زده کړه باندې منفي اغېزه لري.
ارواپوهان وايي په هر کار کې چې وېره موجوده وي، هغه په کاميابۍ سره نه شي تر سره کېدای. د دې لپاره چې په ازموينو کې مو غوره پايله ولرو او خپله وېره ختمه کړو بايد لاندې نکتو ته پاملرنه وکړو:
الف: د ازموينو څخه د وېرې عوامل:
۱. د ازموينو لپاره نه چمتووالی
۲. د ښوونځي او کورنۍ لخوا په زده کونکي باندې له حده زيات فشار او لوړ توقعات
۳. د مطالعې د منظم پلان نشتوالی
۴. پر ځان بې باوري
۵. د ښوونکو بې عدالتي
ب: له ازموينې څخه د وېرې نښې:
ژر ژر ساه ويستل، غوسه، ژور خفګان، نارامه کېدل، د مفاهمو په درک او ياد راوړلو کې ستونزې پيدا کېدل، د بدن لړزه، سردرد، د لاسونو او بدن خولې کېدل…
له ازموينو څخه د وېرې کمولو لارې:
۱. منظمه او مسلسله مطالعه وکړئ
له ازموينې څخه مخکې مسلسله مطالعه د ازموينې د ورځې وېره ختمولای شي. د مطالعې لپاره بايد د مطالعې د سمو او مناسبو روشونو څخه ګټه واخيستل شي. پکار ده له ازموينو څخه وړاندې د کال په اوږدو کې د منظم مهالوېش له مخې خپل درسونه تعقيب کړو. د ټول سمستر درس د ازموينې شپې ته پرېښودل د ازموينې په ورځ تاسې ته وېره او ډار پيدا کوي او په ازموينه کې مو د ناکامۍ لامل کېږي.
۲. کورنۍ اوښوونکي بايد خپل مسوليت ادا کړي
ځينې کورنۍ له خپلو ماشومانو څخه لوړ توقعات کوي او له نورو زده کونکو سره يې برابروي، حال دا چې هر انسان بېل بېل ډول استعداد او لياقت لري. له زده کونکو څخه لوړ توقعات د زده کونکو په ذهن منفي اغېز کوي او په آزموينه کې ورته وېره پيدا کولای شي. همدارنګه کورنۍ بايد شاګرد تشويق کړي او د بريا ستاينه يې وکړي.
ښوونکي هم بايد زده ک,ونکي تشويق کړي او روحيه يې لوړه کړي. همدارنګه ښوونکی بايد د تدريس له نويو ميتودونو څخه ګټه واخلي. ښوونکی بايد له ازموينې څخه وړاندې زده کونکو ته د ازموینې په اړه لازمې لارښوونې وکړي. ښوونکي بايد زده کونکي له ازموينې څخه ونه وېروي او له بېځايه سختۍ څخه ډډه وکړي.
۳. مناسب خواړه وخورئ
د ازموينو په ورځو کې خواړه په ازموينه کې په کاميابۍ مستقيم تاثير لري. د ازموينو په دوران کې بايد له هغه خوړو څخه ګټه واخېستل شي چې د دماغو د تقويې تر څنګ دماغ ارام هم کړي تر څو له زده کونکو څخه د ازموينو وېره کمه کړي. د B او C ويټامين مصرفول د ازموينې وېره کموي. د C ويټامين په سبزيو او ستروس کورنۍ (ليمو، نارنج، مالټه، کېنو…) کې شتون لري او د B ويټامين په ينه، وريجې، لبنيات، بادم، شاتو… او نورو کې شتون لري. که په کافي اندازه دا خواړه نه شئ موندلی، له ملټي ويټامين ټابليټو هم استفاده کولای شئ.