د اروپايي کمیسیون مشره: جي شل له افغانستان سره یو میلیارد یورو مرسته اعلانوي

د جي شل هېوادونو په نننۍ غونډه کې به له افغانستان سره د یو میلیارد یورو بشري مرسته وشي.

د اروپايي کمیسیون مشرې اورزولا فون درلاین په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي دوی هڅه کوي په افغانستان کې د بحران په مخنیوي کې مثبت رول ترسره کړي.

د نوموړې په خبره د جي شل هېوادونو په نننۍ غونډه کې به له افغانستان سره د یو میلیارد یورو مرسته اعلان شي چې تر ډېره به د بشري مرستو په موخه کارول کېږي.

نوموړې ټینګار کړی چې ټول اړخونه باید د افغانستان د ژغورلو، بشري ناورین د مخنيوي او پرمختیایي برخه کې د مرستو لپاره خپلې همکارۍ ډېرې کړي.

په ورته وخت کې قزاقستان وایي نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د دایمي ثبات لپاره هڅه وکړي.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د منځنۍ او جنوبي اسیا د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه غونډه کې پر افغانستان خبرې کړې دي.

هغه ویلي چې د سیمې ټول هېوادونه په افغانستان کې د ثبات غوښتونکي دي او ټول په دې باور دي چې د افغانستان له ثبات پرته د سیمې او نړۍ ثبات ناشونی دی. نوموړي ټینګار کړی دی چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د دایمي ثبات لپاره هڅې وکړي او ددغه هېواد د اقتصادي پراختیا او ودې لپاره دې کار وشي.

ددې تر څنګ د ګڼو نورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هم غوښتنه کړې چې نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې د سولې او ودې لپاره هڅې ډېرې کړي.

هیره دې نه وي٬ چې د هند او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.

د راپورونو له مخې د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شینکر له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په قرغزستان کې کتلي دي.

دواړو لورو په سیمه کې پر روان وضعیت او افغانستان خبرې کړې دي.

روسیې ویلي چې دوی د سیمې وضعیت له نږدې څاري او د سیمې هېوادونه به په ګډه په افغانستان کې د ثبات لپاره کار کوي.

هندي لوري ویلي چې دوی په افغانستان کې له وروستیو تحولاتو اندېښنه لري نو د سیمې د هېوادونو مسوولیت دی چې ددغه اندېښنو د ختمولو لپاره سره یو لاس شي.

دواړو چارواکو د افغانستان په اړه پر نورو خبرو او بحثونو هم ټینګار کړی دی.

About هوسۍ لؤنګ 873 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله