د اختر په ویاړ لنډۍ او شعرونه

ليکنه او راټولونه

اختر د خوشالیو له ورځو څخه دی. د نړۍ په هره برخه کې مسلمانان اختر په خوشالیو او رنګونو سره نمانځي خو په زړه پوري خبره دا ده چې د نړۍ په هر کونج کې اختر په مختلفو طریقو او رواجونو سره نمانځل کېږي.

لوی اختر د افغانستان د مسلمانانو لپاره ځانګړی ارزښت لري. لوی اختر په هېواد کې تر درې ورځو پوري په مېلو او خوښیو سره نمانځل کېږي، د اختر لپاره تیاری لس ورځې وړاندې پیلېږي.

د اختر خوښي او نمانځل مو باید انفرادي نه وي، اختر یو ټولنیز جشن دی او باید چې نمانځل یې هم ټولنیز وي، اختر له خپلو کلیوالو او ګاونډیانو سره ونمانځئ. د خوارانو، بې وسو، یتیمانو، کونډو، مهاجرو، او غریبو خلکو د حال پوښتنه وکړئ، د قربانۍ په غوښه کې برخه ورکړئ ترڅو هغوی هم ستاسو په شان د اختر په ورځ د خوښۍ احاساس وکړي.

چې په نکروزو د خپل یار نوم په لاسونو لیکي

د پښتنې مینې اظهار په اخترونو کېږي

د ژوند په هره لاره هر سفر مو مبارک شه

په مینه درته وایم چې اختر مو مبارک شه

ـــ

زاڼي د بل وطن مرغان دي لاړ به شینه

اختر د واړو مبارک شه

ـــ

چې لاس و پښې دې بې حنا اور لګوینه

اختر زما په نصیب نشته

ـــ

مبارکي به یو وبل ته ورکوونه

اختر یوه لویه خوشالي ده

ـــ

دا د امان کوترو نن سره کړه لاسونه

اختر په وخت د ګلو راغی

ـــ

څوک دې په زړه دی که ډډه وهی ټالونه

اختر په ټوکو ټوکو راغی

ـــ

خلګ اختر ته خویندي بیایي

بې وروڼو خویندي دیوالو ته ناستي وینه

ـــ

اختر ته ځکه خوشالېږم

چې مرور جانان به ما پخلا کوینه

اختر ته ځکه خوشالېږم

چې مسافر اشنا مې کلي ته راځنیه

ـــ

اختره! تل تر تله اوسې

چې د بیلتون په کور تر مرګه وي ویرونه

اختره! څنګه به خوشال شم

چې مې زړه پراته دلۍ دلۍ غمونه

ـــ

اختر د واړو مبارک شه

زه به خپل سره لاسونه یار ته ورکومه

اختر دې تاته مبارک شی

چې لاس او پښې دې بې حنا اور لګوینه

ـــ

زما خیالونو کې میشته پښتنو

زما په سترګو کې لیمه پښتنو

زه د اختر مبارکي وایمه

په ټول جهان خواره واره پښتنو

وروستي مطالب