د اختر په زړه پورې دودونه؛ څو یې دلته ولولئ

 

اختر د هغې ورځې نمانځلو ته وايي، چې د نړۍ ټول مسلمانان يې د کال په اوږدو کې د درې ورځو په ترڅ کې نمانځي.

زموږ په افغاني ټولنه کې هم په خورا جوش او له ګڼو دودونو سره لمانځل کېږي.
افغانستان کې د اختر د نمانځلو دود په هره سيمه کې تو پير کوي، عموما په کليوالي سیمو کې خلک د اختر په سهار کليوال په ګډه مسجد يا حجرې ته چای وړي، او هلته يې يو ځای څښې، يو ځای د اختر مبارکۍ کوي.

د چای څښلونه وروسته د اختر لمونځ ادا کوي، وروسته ټول خلک د خپلو خپلوانو کورونو ته ځي، د درېیو ورځو په لړ کې يو بل سره اختر مبارکي کوي.
په ځينو سيمو کې د ډوډۍ دود هم شتون لري ،چې کليوال خپلو کې يو بل ته ډوډۍ کوي چې د اختر له درېيو ورځو وروسته هم دوام کوي.
په اختر کې يو په زړه پورې دود د پخلاينې دی.

هر هغه څوک چې يو بل نه خپه شوي وي، د اختر په ورځو کې سره پخلا کېږي او له بديو لاس اخلي. همدا دود چې په اخترونو کې په افغاني ټولنه کې پالل کېږي، پښتو فولکلوریکو ادبیاتو ته هم لاره پیدا کړې او د پخلاینې په اړه ويل شوي چې؛

اختر ته ځکه خوشالېږم
چې مرور اشنا به ما پخلا کوینه

اختره څومره بختور يې
په تا کې کېږي مرورو ديدنونه

اختره څومره بختور یې
چې دوه یاران یو بل ته غېږې ورکوینه

اختر یو لویه خوشاله وي
چې زړونه اخلي پرې د عمر پیوندونه

  • د کوژده شويو نجونو لپاره په اختر کې د خسرګنۍ له لوري جامې مېوې او د سينګار توکي وړل کېږي، چې د جنۍ د پاللو په خاطر ورته ښه دود ويلی شو.
  • دا هر څه په خپل ځای؛ غواړم د هغو نجونو په اړه وغږېږم چې لا د پلار په کور دي او نوې پېغلوټې دي، دوی نو کله چې د اختر شپه شي او د وروڼو د لونګۍ او جامو له اوتو کولو وزګارې شي، بیا نو هغه نکریزې چې مهربانو وروڼو یې ورته راوړي، خیشتوي او په لاسونو او پښو یې په ډېره مینه ږدي؛ چې دا د نجونو د سینګار یو ډېر مهم جز دی، چې په بېلابېلو لنډیو کې یې یادونه شوې ده.

لکه:

اختر له ما سره جوړېږي
چې لاس او پښې مې د حناء اور لګوينه

په ما دې سپين لاسونه سره کړه
د نغري ايرې به څوک جارو کوینه

موږ په نکريزو نه پوهېږو
څوک چې لاسونه سره کوي يار به لرينه

هغه نجونې چې دډېر کار کولو په وجه نه دي توانيدلي چې نکريزې ولګوي، هغوی د اختر په دويمه نکريزي کوي، چې په دې لنډۍ کې يې دا ډول يادونه کړې چې؛

اختر پرون و، پرون تېر شو
دې لالهاندو نجونو نن سره کړل لاسونه

او پښتو فولکلوریک ادبیات د اخترونو له پاره درېیمه برخه د هغه ښځینو او نارینو لپاره لري چې مسافر وي، مګر په وطن مېشت یې اختر ته ځکه خوشالېږي چې تللی انسان یې کلي، وطن او کور ته راځي لکه؛

اختر ته ځکه خوشالېږم
چې مسافر جانان مې کلي ته راځینه

دا او دې ته ورته لسګونه نورې لنډۍ هم شته چې پښتو فولکوریک ادبیات یې په خپله لمن کې رانغاړي.

وروستي مطالب