د اختر شپه او د نجونو نکریزې

اخترونه د مسلمانانو د خوښۍ او مېلو لپاره د قدرت له لوري ځانګړي شوي، خو په اخترونو ډېره برخه خوشحالي د ماشومانو او نجونو ده؛ چې دوی یې په ډېره مینه نمانځي او پرېمانه تیاریانې ورته نیسي.
لکه په لنډۍ کې چې وايي:

اختر د پېغلو مبارک شه
ځوانان د بل وطن مارغان دي لاړ به شينه

پښتنې نجونې یا په ټوله کې ښځې د اخترونو لپاره د وخت او رواج مطابق تیاری نیسي، او دا د خوښیو شپې و ورځې د امکان تر حده رنګینوي.
هغه نجونې چې واده شوي وي؛ خو د واده یې ډېر کلونه نه وي تېر شوي، د اختر لپاره د پلار کورته راځي؛ او دا تګ را تګ یې عموماً د خپلو ورونو سره وي.
په لنډیو کې یې ډېرې ښې بېلګې شته لکه:

د اختر شپې شوې، عرفې شوې
وروڼه د خیال لونګۍ تړي خویندو پسې ځینه

خو هغه واده شوې نجونې چې بې وروره وي، یاخو به د کوټې په کونج کې اوښکې تویوي او یا به د تربورانو لارې څاري تر څو یې د اختر د خوشحالۍ لپاره د پلار کور ته بوځي.

لکه وایي چې:

وروڼه اختر ته خویندې بيایي
بې وروڼو خویندې دېوالو ته ناستې دینه

او یا دا چې:

وروڼه اختر ته خویندې بیایي
بې وروڼو خویندې د تربرو لارې څارینه

او هغه ښځې چې د اختر خوشحالۍ یې د ځینې وجوهاتو له امله د خُسر په کور وي نو بیا خپلو مسافرو خاوندانو ته وایي چې:
که د اختر په شپه رانغلې
که یې ژوندی زه دې په مړ حسابومه

د پښتني دود او دستور مطابق هغه کوژده شوې نجونې چې لا واده شوي نه دي د خسرګنۍ لخوا ورته د اختر په شپو و ورځو کې ځانګړې ډالۍ، جامې ، خواړه او رنګارنګ مېوې راوړل کېږي چې اختری ورته وایي.
دا هم د نجونو یو ارمان دی چې د خسرګنۍ لخوا ورته ښه غوړ اختری راوړل شي.

دا هر څه پخپل ځای غواړم د هغو نجونو په اړه وغږېږم، چې لا د پلار په کور دي او نوې پېغلوټې دي، دوی نو کله چې د اختر شپه شي او د وروڼو د لونګۍ او جامو له اوتو کولو وزګارې شي بیا نو هغه نکریزې چې مهربانو وروڼو یې ورته راوړي خیشتوي او په لاسونو او پښو یې په ډېره مینه ږدي؛ چې دا د نجونو د سینګار یو ډېر مهم جز دی، چې په بېلابېلو لنډیو کې یې یادونه شوې ده.

لکه:

ته د اختر په سبا راشه
زه به درووځم په نکریزو سره لاسونه
یا
اختر خو راغی جانان نشته
زه به دا سره لاسونه چاته ورکومه
یا
اختر دې راشي زه یې څه کړم
نه مې لالی شته، نه لاسونه سره کومه

خو د هغو کورنیو نجونې او مېرمنې چې په خپلوانو کې څوک مړه شوي وي تر ډېره وخته په مناسبتونو کې نکریزې نه ږدي چې یې د غم رازي یا غم شریکۍ یوه نښه ده.
په پای کې به دا هم ووایم چې په ځینې کورونو کې چې نجونې لږ او کارونه ډېر وي هغوی د ډېر کار او د اختر د نورو تیاریانو له وجهې ونه توانېږي چې د اختر لپاره لاسونه سره کړي نو هغوی بیا د اختر په دویمه یا درېیمه شپه نکریزې ږدي؛ چې د هغوی په اړه داسې لنډۍ مشهوره ده

اختر پرون و، پرون تېر شو
دې لالهاندو نجونو نن سره کړل لاسونه




وروستي مطالب