د احمد شاه بابا په اړه جوړیدونکی فلم به څومره د نوي نسل له پاره ګټور وي؟ 

 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغان امپراطور احمدشاه بابا د ۲۴۹ تلین په مناسبت پرېکړه کړې، چې د احمدشاه بابا د کور د جوړولو تر څنګ د هغه په اړه فلم هم جوړ شي. دا چې دا فلم به څنګه فلم وي او د دې فلم جوړول او خپرول به د نوي نسل له پاره څومره ګټور وي او څه اغېزې به پرې وکړي؟ په دې لیکنه کې یې ولولئ.

افغان حکومت د معاصر افغانستان د بنسټ ایښودونکي په  توګه د احمد شاه بابا فکر او ویاړونو ته په درناوي هوډ لري، چې د شیر سرخ جرګې له لارې د ابدالي امپراطورۍ د ۲۷۵ یمې کلیزې په ویاړ په ټول هیواد کې د احمد شاه بابا په اړه علمي سیمنارونو، د احمد شاهي ښار او د نوموړي د کور د جوړېدو تر څنګ یې په اړه فلم هم جوړ کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته په لارښوونو کې ویلي، چې حتا حاضر دی، خپله د احمد شاه بابا په اړه د فلم په منځپانګه کې مرسته وکړي او تر خپرېدو وړاندې یې د سمون په موخه و ارزوي.

ډېری هیوادوال مو د ولسمشر له دې پرېکړې خوښ دي او د دې پرېکړې هرکلی کوي او تاکید پر دې کوي، چې دا فلم باید یو معیاري فلم وي، ترڅو د احمد شاه بابا کارنامو، ویاړونو، سرښندنو، ریښتینوالۍ او زړورتیا په کې په سم ډول بیان شي او د هغه هندي فلم چې د احمد شاه بابا په اړه په کې دروغ ویل شوي وو او د احمد شاه بابا شخصیت ته یې سپکاوی کړی وو، د هغه فلم لپاره یو ښه ځواب وي او ټول هېوادوال او بهرنیان یې په شوق سره وګوري.

که دا فلم په سم او معیاري ډول جوړ شي، دا به مو د تاریخ او سر ښندنو د خوندیتوب او د هنر د پرمختګ لامل شي. فلم، ډرامه، داستان هغه څه دي، چې لیدونکو او لوستونکو ته په ښه ډول پیغام لېږدوي، نو که موږ د خپل امپراطور کارنامې، فکر، ځیرکتیا، سرښندنې او ریښتینوالي د فلم په ډول نوي نسل ته وړاندې او راتلونکي نسل ته په میراث پریږدو دا به یوه لویه لاس ته راوړنه وي. په دې کار سره به افغانان خپل امپراطور وپېژني د هغه له لاسته راوړنو او کارنامو څخه به خبر شي او خامخا به د هغه له فکر، زړورتیا، ریښتیوالۍ، مهربانۍ څخه اغېزمن شي. سربېره پر دې به موهنري برخه هم بډایه شي.

نو په پای کې به دا ووایو چې د احمد شاه بابا په اړه فلم جوړول یو مثبت کار دی او د دې فلم جوړول به د افغانانو لپاره یو ویاړ وي او د فلم مثبت ټکي به په ټولنه کې د مثبت اغېز لامل شي. زموږ نوی نسل په داسې یوه افغانستان کې زېږېدلی او را لوی شوی، چې پرته له جګړې یې بل څه نه دي لیدلي، نو دا فلم به خلکو ته روحیه ورکړي او خپل امپراتور به و پېژني د هغه په اړه به معلومات پیدا کړي.