د احمد شاه بابا دوره کې تر سره شوي خدمتونه

ليکنه او راټولونه

د اوسني افغانستان موسس په ۱۱۳۵ه کال کې د هرات په تاریخي ښار چې د ابدالیانو د واکمني مرکز وو، زیږېدلی دی. د پلار نوم یې زمان خان دی چې هغه د دولت خان، سرمست خان، شیرخان، خواجه خضر خان، سدو خان له کورنۍ سره رابطه لري.

لوی احمد شاه بابا د خپلې واکمنۍ په دوران کې د خپل هېواد د پیاوړتیا او یووالی په برخه کې د پاملرنې وړ کارونه ترسره کړي دي چې د یو شمېر يې دلته یادونه کوو.

۱: په اسیا کې د افغانستان (پخوانۍ اریانا او خراسان) په نامه د یوه خپلواک او پیاوړی دولت اساس او رامنځته کېدل.

۲: په ټول هېواد کې د ځمکوالۍ د نظام برلاسی او پیاوړتیا.

۳: له شماله تر جنوبه او له ختیځه تر لوېدیځه د هېواد د ټولو اوسیدونکو ترمنځ یووالی او پیوستون.

۴: د خپل هېواد له تاریخي پولو او واکمنۍ ساتنه او دفاع.

۵: له فارسه تر کاشغره او له نیسا تر دهلی پورې د تاریخي هېواد او اریاني تمدن د فکري او فرهنګي لارو چارو پراختیا او د هغو لپاره د ودې او پرمختګ هڅې او کوښښونه.

۶: د افغاني او اسلامي قلمرو د دفاع او ساتنې په موخه د نوي او منظم پوځي سیسټم جوړول.

۷: د بېلابېلو مذهبونو د پیروانو ترمنځ د تفاهم، همکارۍ او روغې جوړې د فضا ایجادول، په تېره بیا په فارس او هندوستان کې چې تر دغه مهاله په دغه برخه کې زیاتي ستونزې او توپیرونه دلته تر سترګو کېدل.

۸: د یوې نوې او سالمې ادارې اساس او ایجاد چې په راوروسته کې یې په هند او مرکزي اسیا کې د شیر شاهي ادارې سیسټم په شان او وړتیا سره پراختیا ومونده.

۹: د اسلام مقدس دین ته زیاته پابندي چې د دراني امپراتورۍ او دولت اساس پر هغه باندې ولاړ او اوچت وو.

۱۰: د هېواد د بېلابېلو قومو او اسیدونکو پښتنو، تاجکو، هزارهوو، ازبکو، بلوچو او نورو ته د دوی د وړتیا په پام کې نیولو سره په دولتي اداره کې برخه ورکول. او همدا راز له دولتي امتیازو څخه د خپلو زامنو پرته له تیمور شاه د نورو لرې ساتل.

احمد شاه ابدالي بې شکه چې د اوسنی افغانستان یو بریالی موسس او واکمن وو، هغه د دوو نیمو لسیزو په اوږدو کې د خپل عصر له نامتو واکمنانو وشمېرل شو.

وروستي مطالب