دې هېل: بایډن په ښکاره له افغانانو غلا ته ملا تړلې ده

جوبایډن

بایډن په ښکاره د افغانانو له شتمنۍ سترې غلا ته ملا تړلې ده.

دې هېل نشریې په یوه مطلب کې په افغانستان کې روان اقتصادي وضعیت، د امریکا وتلو او د بایډن وروستۍ پرېکړې ته کتنه کړې ده.

سرچینه وایي نړیوالو قوانینو ته په کتو د بایډن اداره د یوې داسې پرېکړې حق نه لري، نو له همدې امله دا یوه ښکاره غلا ګڼل کېږي.

سرچینه وایي بایډن له یوه بېوزله هېواد غلا کوي او پر شتمنو یې وېشي.

په مطلب کې راځي چې که د بایډن پرېکړه عملي کېږي نو دا به تر افغانستان ډېر امریکا ته زیان ورسوي، ځکه ددغه هېواد د بانکونو او پخپله د حکومت باور به راښکته کړي.

دې هېل نشریې ویلي چې په افغانستان کې اوسنی وضعیت د امریکا د کړنو له امله رامنځ ته شوی نو له همدې امله دې د ناکامۍ بار پر نورو نه اچوي او نه دې هم په دغه ډول غیر اقداماتو خپلې تېروتنې پټوي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د افغانستان د پوهنتونو استادانو د یوې غونډې په ترڅ کې ویلي چې د سپټمبر پېښې ۱۱مې قربانیانو ته د افغانستان له مالي پانګې د پیسو تخصیص د یو فقیر هېواد له خلکو د باجګیري او غلا مانا لري.

د پوهنتونونو استادانو پرون د افغانستان د رسنیو مرکز کې یوې غونډې ته تر خبرو وروسته په خپل پرېکړه لیک کې، د افغانستان د مالي زېرمې په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایډن پرېکړه ظالمانه، د ټولو اصولو خلاف او د افغانانو د مجازات په مانا بللې ده.

دوی ویلي چې د سپټمبر ۱۱مې پېښه په افغانانو پورې هیڅ اړه نه لري او امریکا نباید د افغانانو پر حق خېټه واچوي. هغوی څرګنده کړې، د دې پر ځای چې امریکا په افغانستان کې په خپلو ظالمانه هوایي او ځمکنیو بریدونو کې وژل شویو افغانانو ته غرامت ورکړي په ډېرې سپین سترګۍ یې د افغانانو پیسې د بډایه امریکایانو لپاره ګرځولې دي.

هېره دې نه وي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن څو ورځې وړاندې د افغانستان له څه کم لس میلیارده ډالري مالي پانګې څخه ۳.۵ میلیارده یې د سپټمبر ۱۱مې پېښې قربانیانو باندې د وېشلو لپاره ځانګړې کړې دي چې د افغانانو په ګډون یې د یو شمېر نورو هېوادونو توند غبرګونونه راپارولي دي.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله