دېکتاتوره ښځه

پردي کورونه دوزخونه
نادانې نجونه پکې عمر تېروينه

زمو ټولنیز ژوند ته په کتو د انسانیت له نیمې برخې یانې ښځې سره تل توپیري چلند شوی. اکثره وخت د یو ماشین په ډول کاریدلي.

زموږ په ټولنه کې یو لوی مشکل د نجونو ودول او بیا په تېره د کم عمره نجونو ودول دي، دلته عموماً د کور سمبالول د ښځو په غاړه دي. د دې ستر مسؤلیت د اداء کولو لپاره باید یوه ښځه بې له شکایته او بې له کوم ځانګړي امتیازه غاړه کېږدي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون یو نوی رپوټ څرګندوي چې د روان لمریز کال په اوو میاشتو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۲ زره او ۷۶۲ پېښې دغه بنسټ ثبت کړي دي، په داسې حال کې چې د تېر کال له ورته وخت سره په پرتله کې دا شمېر ۲ زره او ۵۳۶ پېښې وې چې دا د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي اته اعشاریه دوه سلنه زیاتوالی ښيي.

د دغه رپوټ پر بنسټ، په هېواد کې د ۲ زره او ۷۶۲ د تاوتریخوالو د پېښو له ډلې ۱۲۳ د جنسي تاوتریخوالي پېښې دي چې دا بیا د تېر کال له ورته مهال سره په پرتله کې یو سلنه زیاتوالی ښيي.

همدارنګه په دغه کمېسیون کې د ۴۸۵ د اقتصادي تاوتریخوالي پېښې ثبت شوې دي او ۱۴ سلنه زیاتوالی څرګندوي او یو زر او ۱۴ د رواني او ژبنۍ تاوتریخوالي پېښې ثبت شوې دي چې دا هم د ۱۳۹۷ لمریز کال له ورته وخت سره په پرتله کې ۳۷ سلنه زیاتوالی ښيي.

تر ډېر به مو اورېدلي وي چې ظلم، دېکتاتوري، اکثره د نارينه وو له خوا کيږي، په داسې حال کې چې خپله ښځې هم په په ښځو ظلم زياتی کوي. او کله کله خو د ځينو دېکتاتورو ښځو له خوا ظلم دومره ډېر شي چې نورې ښځې يې د قويداتو له لاسه ځان وژنه کوي.

ډېری وخت دا ډول زياتی (دېکتاتوري) دهغو خواښې ګانو له خوا په خپلې انګور کیږي چې دې سره په يو کور کې ژوند کوي.

د کور مشره (خواښې) په کور کې خپل امر چلوي. څه چې وايې، غواړي هغه تر سره کوي. يو بې توانه انګور چې د خاوند د سترګو لپاره د خپل پلار کور پريږدي د خسرګنۍ په کور کې په داسې حالت شپې ورځې تيروي، چې نه د هغې کورنۍ، په کارونو پوهيږي او نه هم د نوموړې کورنۍ، په اوصولو پوهيږي. تر څو چې ځان بلدوي له ډېرو ستونزو سره مخ کيږي.

د دې په ځای چې د کور (مور) خپله انږور په ارامه په ښه چلند د کورنۍ په قواعدو، دستور وپوهوي له تاوتريخوالي څخه کاراخلي.

که يوه انګور د عمر د کموالي يا نابلدتيا له امله د کور کارونه په سمه توګه ونشي کولی؛ د خواښې، له لوري له وهل او ټکولو سره مخ کيږي چې دا يې په حقیقت کې د حل لاره نه ده. موږ په ډېرو کورونو کې داحالت تجربه کړی دی.

چې ځينې انږور ګانې دخواښې اندرور د ظلم، ناروا د لاسه ځان وژني ته مجبوریږي. که بیا وروسته له دا ډول پېښی څخه پښېمانه هم شي کومه فايده نلري.

ښه به وي چې دوی په خپلو کې يو بل ته متقابل احترم او صميميت ولري. د وړو غټو خبرو سره تېرې شي. خسرګني خپلې ناوې ته د لور په سترګه وګوري.او ناوې خسرګنۍ کور خپل کور وګڼي تر څو يوه خوشحاله با اتفاقه کورني اوسي.