دین/مذهب، دولت او کلتور مانا او تعریف!

ليکنه او راټولونه

دین، مذهب، دولت او کلتور دا هر یو ځانګړی تعریف لري.
دین په لغت کې طاعت او انقیاد یانې پیروي او غاړې ایښودلو ته وایي. په عامه اصطلاح کې په غیبي امورو باندې د انسان عقیدې او عمل ته دین وایي. په اسلامي اصطلاح کې الله ج ته تسلیمۍ او غاړه ایښودلو ته وایي هغه دین کوم چې د الله ج له طرف نه په رسول الله ص نازل شوی دی چې عبارت له عقیدې، اخلاق، عبادت، معاملات، عقوبات او نور کوم چې په قرانکریم او سنت رسوال الله ص راغلي دي.
قال الله تعالی:

ژباړه: او د اسلام د نزول وروسته پرته له اسلام څخه الله تعالی ته هېڅ دین د قبول وړ نه دی( پخوا چې کوم اسماني ادیان وو هغه هم د اسلام په نزول سره منسوخ شوی دی).
مذهب په لغت کې لارې او طریقې ته وایي او په اصطلاح کې علمي رایو او نظریاتو ته مذهب وایي.
په اسلامي شریعت کې مذهب د قرانکریم او احادیثو په تشریح او توضیح کې همدارنګه د اجتهادي اصولو کې د لوړ فهم او ادراک والا علما رایو او نظریاتو ته مذهب وایي.
د صحابه‌وو کرامو په دوره کې هم ځینو صحابه به د ځينو هغه صحابه کرامو چې د فهم او ادراک او اجتهاد قوه یې لوړه وه فتوی ورکوله د هغوی رایي او نظر ته به یې مذهب فلان او فلان ویل لکه: مذهب عایشه، مذهب عبدالله بن عمر، مذهب عبدالله بن مسود او داسې نور دي.
وروسته له دې بیا څلورو اسلامې فقه څلور مذاهب منځته راغلل لکه: حنفي مذهب، مالکي، شافعي او حنبلي مذهب.

دولت، حکومت، سلطنت، امارت تقریبا مترادف لغتونه دي چې موخه یې یو شان ده چې حکم کولو ته وایي.
دولتونه یا حکومتونه په دوه ډوله دي: اسلامي حکومت او غیر اسلامي یا وضعي حکومتونه دي.
کلتور له یوې پخوانۍ یوناني کلمې کلچر او څخه اخیستل شوی، چې یوناني ژبه کې دا کلمه د کرنې، څارنې او پالنې مانا لري او د یوې ټولنې د خلکو عاداتو او رواجونو ته وایي.
کلتور په ټولنې پوري تړاو لري، چېرې چې انساني ټولنه موجوده وي هلته به حتما کلتور وي یانې د انسان او کلتور تر منځ نه پرې کېدونکې اړیکې موجودې دي او همدا کلتور دی چې د انسان په مادي او معنوي ژوند کې ځای لري.

وروستي مطالب