اپریل 19, 2021

دیبورا لاینز د افغان سولې خبرو لپاره قطر ته لاړه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز د افغان سولي خبرو په تړاو بحث لپاره نن قطر ته ولاړه.

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما وایي دیبورا لاینز به د افغانستان د دولت مرکچي پلاوي، د طالبانو له استازو او هم د ترکیې، قطر او امریکا متحده ایالاتو له لوړ پوړو چارواکو سره د افغان سولې بهیر د ګړندي کېدو او تاوتریخوالي د کمېدو پر حل لارو خبري وکړي.

تر دې سفر وړاندې مېرمن لاینز تېره ورځ په ارګ کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره ولیدل او په بیلا بیلو موضوعاتو ورسره وغږېده.

د لاینز له سفر سره هممهاله طالبانو یو ځل بیا ټینګار کړی چې بهرني ځواکونه به د دوحې له هوکړې سره سم په ټاکلې نېټه له افغانستان وځي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند د خلیلزاد او ملا برادر د وروستۍ لیدنې په اړه ویلي چې دواړو لورو د دوحې هوکړې پر عملي کولو ټینګار کړی.

د ډاکټر نعیم په وینا طالبانو ویلي چې امریکایي ځواکونه به په ټاکلې نېټه له افغانستان وځي، د طالبانو بندیان به خوشي کېږي او د مشرانو نومونه به یې له تور لېست ایستل کېږي.

رسنیو ته رسېدلې معلومات وايي د بایډن اداره په دې لټه کې ده چې په افغانستان کې خپل حضور شپږ میاشتې نور هم وغځوي، په همدې تړاو خلیلزاد له طالبانو سره هم خبرې کړې دي خو تر دې دمه طالبانو د امریکا له دې وړاندیز سره موافقه نه ده کړې.

هیره دې نه وي چې د سولې خبرې تېر کال په سپتمبر کې پیل شوې، خو له شاوخوا دریو میاشتو راهیسي په ځنډ مخته ځي.

د یادونې ده چې تېره ورځ په ترکیه کې د امریکا سفارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې خلیلزاد د روانې مارچ میاشتې په وروستیو ورځو کې په ترکیه کې ددغه هېواد له مهمو لوړپوړو چارواکو سره کتلي دي او پر افغان سوله یې له دوی سره خبرې کړې دي.

سرچینه کاږي په دې لیدنو کې تر ډېره د راتلونکي کنفرانس پر جوړېدلو او د افغان سولې کنفرانس پر اجنډا او ګډونوالو بحثونه شوي دي.

دوی ویلي هڅه کوي دغه کنفرانس په سمه توګه ترسره شي.

امریکایي سفارت د کنفرانس د اجنډا په اړه څه نه دي ویلي خو وايي تمه ده چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره جوړېدونکی کنفرانس په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو او سولې بهیر د چټکتیا لامل شي.