سپورټ نړیوال کرکټ

دوه پاکستاني وروڼه د ټول عمر لپاره د کريکټ څخه محرومه سول!

ليکنه: سميع الله درانی

د کرکټ نړیوالې شورا په خپله وېب پاڼه کې پراخ مطلب خپور کړی او پکې ویلي یې دي، چې دوه هانکانګي لوبغاړي د ټول عمر لپاره له هر ډول کرکټ لوبو څخه محروم شول.

لومړیو کې حسیب امجد د پنځه کالو لپاره له لوبو بند کړل شوی و؛ ده د کرکټ نړیوالې شورا د فساد ضد اصول مات کړي وو.

درې هانکانګي لوبغاړي، عرفان احمد، ندیم احمد او حسیب امجد د هانکانګ لپاره په ملي لوبډله کې لوبېدل، دوی د مېچ فېکسېنګ یا د لوبې د جوړجاړي له امله په ۲۰۱۴ او ۱۵ کلونوکې تورن شول، چې له سکاټلېنډ، کاناډا او زِمبابوې سره یې مېچ فېکسېنګ کړی دی، په ۲۰۱۴ م کال کې له زِمبابوې سره په جوړجاړي تورن شوي دي او همدارنګه له کاناډا سره هم سیریز کې په فساد تورن شوي دي.

دا مقاله چې د کرکټ نړیوالې شورا خپره کړې، پکې د حسیب امجد په اړه د عمري کرکټ څخه د محرومېدو څه نه دي ویل شوي، خو ندیم احمد او عرفان احمد بیا عمري، عمري له لوبو منع کړل شول.

عرفان احمد د کرکټ نړیوالې شورا د فساد ضد قانون د لومړۍ مادې او د ۲۰۱۲ کوډ پر بنسټ پړ پېژندل شوی، د کرکټ د نړیولې شورا دا څانګه وایي چې ده د سکاټلېنډ خلاف ۲۰۱۴ م کال کې د جنوري په ۱۳ مه نېټه فېکسېنګ کړی و.

عرفان ته وخت ورکړل شوی و، چې د ځان سپیناوی وکړي؛ خو دی پکې پاتې راغی او همدا علت دی، چې دی له هرډول کرکټ څخه عمري، عمري لرې کړل شو.

۲۰۱۴ کال د جنوري په ۱۷ مه نېټه د کاناډا خلاف هم تورن شوی دی، چې فېکسېنګ یې کړی و.

۲۰۱۴ م کال د مارچ په ۱۲ مه نېټه د زِمبابوې خلاف هم عرفان احمد او ندیم احمد دوه پاکستاني ورونه لوبغاړي تورن شوي دي.

۲۰۱۵ م کال د شل اوریزو لوبو لپاره په غوراوي سیالیو کې هم په فساد تورن شوي دي او د کرکټ نړیوالې شورا ټولې مادې په مسلسل ډول راوړي دي.

عرفان احمد د هانکانګ لپاره شپږ یو ورځنۍ او ۸ شل اوریزې لوبې کړې وې.

ندیم احمد

دی هم د ۲۰۱۲ م کال د فساد ضد له کوډ څخه په سرغړونه تورن و، چې د ځان په سپیناوي کې پاتې راغی او له لوبو محروم کړل شو.

د ندیم احمد او عرفان احمد جرم یو شان دی، دواړه د کاناډا، سکاټلېنډ او زِمبابوې خلاف لوبو کې په جوړ جاړي مجرم پيژندل شوي دي.

عرفان احمد او ندیم احمد دواړه ورونه دي او اصل د پاکستان د بهاولپور اوسېدونکي دي.

د کرکټ نړیوالې شورا عمومي مدیر یا جنرال منېجر الېکس مارشال ویلي دي: « دا یوه پېچلې څېړنه یا تحقیق و، په دې اړه ماهرو کرکټ لوبغاړو او پوهو خلکو تحقیق بشپړ کړ، دواړه ورونه په مېچ فېکسېنګ او په مکرر ډول د فساد ضد اصولو په ماتولو سره پړ وپېژندل شول».

نوموړي زیاته کړې ده، لوی جرم د سکاټلېنډ او کاناډا خلاف لوبو کې د ځانګړو اورونو جوړ جاړی و، که څه هم دغه مېچونه هانکانګ وګټل، خو مونږ ته هیڅکله د فساد خبرې او کردار د منلو نه دی او په دې اړه خورا جدي یو.

د مارشال په وېنا فساد چې په هره کچه وي، بیا هم فساد دی، دی وایي دوی په دې هکله له خپلو ټولو غړو سره خبرې کوي او باید لوبغاړي پوه شي، چې د سرو کرښو په اړه معلومات ترلاسه کړي او له هغې څخه تجاوز ونه کړي.

هغه ټینګار کوي، چې «مونږ هیله لرو ترڅو ټول لوبغاړي د فساد پر لاره لاړ نه شي او ننداره کوونکي باید له فساد خالي کرکټ وګوري، ننداره کوونکي باید مونږ ته د فسادګر ګوته ونه نیسي».

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی